ورځپاڼو ته کتنه: 'ملا برادر له لوېدیځوالو سره ښې اړیکې غواړي'

ملا برادر د انځور حقوق .
Image caption ملا برادر دقطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پاکستاني خبریال احمد رشید یوه مقاله خپره کړې، دې مقاله کې په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې په هڅو کې د ملا عبدالغني برادر رول او د پاکستان کړنلارې ته کتنه شوې ده.

ښاغلي احمد رشید د پاکستان له خوا د افغان سولې په برخه کې د پاکستان ملاتړ د پام وړ بولي او زیاتوي دا به وکتل شي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په کړنلاره کې دا داسې یو ستراتیژیک بدلون دی چې پر ټوله سیمه به اغیز وکړي.

نوموړی زیاتوي ملا برادر د طالبانو داسې مشر دی چې کاریزماتیک شخصیت لري، له لوېدیځو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په طالبانو کې داسې څوک دی چې په لومړي ځل یې په ۲۰۰۹ کال کې له افغان دولت اوامریکایانو سره د روغې جوړې هڅې پيل کړې، خو پاکستان ونیوه او په دې سره یې افغان دولت او طالبانو ته سخت پيغام واستاوه چې په داسې سیاسي پروسه کې دې د ورګډیو هڅې نه کوي چې د افغانستان په برخه کې د پاکستان له کړنلارې سره په ټکر کې وي.

احمد رشید لیکي چې د ملا برادر په خوشې کولو سره دا هیلې پيدا شوې چې د افغان سولې په اړه د پاکستان دریځ بدل شوی او له سوله پلوو طالبانو سره د پاکستاني پوځ مخالفت په جوته توګه له منځه تللی.

نوموړی وايي له طالبانو سره د مرستې له امله پاکستان له سیاسي انزوا سره مخامخ شوی او د هغې ویجاړۍ له ا مله چې پاکستاني طالبانو ډلې دغه هېواد ته اړولی اسلام آباد اړ شو چې خپلې معادلې بدلې کړي.

دی وايي په لومړي ځل افغانان هیله من دي چې ګوندې څلویښت کلنه جګړه پای ته ورسیږي.

یو ایس ټوډي ورځپاڼه کې خپاره شوې مطلب کې ویل شوي ښايي دامریکا او طالبانو جوړه نږدې شوې وي خو د افغانستان راتلونکی روښانه نه ښکاري.

په دې رپوټ کې وړاندې ویل شوي چې له طالبانو سره د وروستیو په پایله کې هیلې زیاتې شوي خو او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پرمختګ خبره کړې او زیاتوي لا هم د سولې د بهیر په مخکې لوی خنډونه پراته دي.

ښاغلی خلیلزاد وايي یوه وېره د اده چې که امریکايي ځواکونه ووځي نو دا امکان شته چې کورنۍ جګړه پیل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خلیلزاد: له طالبانو سره پر لنډمهالي حکومت خبرې نه دي شوې

ورځپاڼې د وانډا فیلبب براون له قوله چې د افغانستان په اړه یې یو کتاب هم لیکلی ویلي طالبان که حکومت کې راګډ شي نو په پارلمان کې کمزورې ونډه نه غواړي بلکې د هېواد په کچه وزارتونو کې به ونډه وغواړي، خپل نظامي قوت به ساتي او یا به یې د افغان ځواکونو یوه برخه ګرځوي.

ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر قبولوف پاکستان ته تللی او هلته به له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

ورځپاڼې د ځینو دولتي سرچینو په حواله لیکي چې نوموړی پرون اسلام آباد ته رسیدلی. ډیلي ټایمز لیکي تمه ده د روسیې د استازی د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وګوري او پاکستاني چارواکي به ده ته په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د شویو خبرو په اړه معلومات ورکړي.

ورته مطالب