ډاکټر څلور کلن ماشوم ته د چرسو بسکټ ورکړي

چرس

هغه امریکایی ډاکټر ښایي خپل کاري جواز له لاسه ورکړي چې یو څلور کلن ماشوم ته یې د درملنې لپاره د چرسو بسکټ په نسخه کې لیکلي وو.

ډاکټر ویلیم ایدیلمان چې د طبیعي درملو ماهر دی وايي، لږ چرس ښايي د ماشوم بې ځایه ضد او ژړا کمولو کې مرسته وکړي.

دا ماشوم بایپولر ډېس ارډر یا د ناڅاپي مزاج بدلون او تمرکز کموالي له ستونزې سره مخامخ و، چې ډاکټر یې پېژندنه کې پاتې راغلی او د مناسب علاج پر ځای یې ماشوم ته د چرسو ورکول توصیه کړي و.

د کالیفورنیا ایالت طبي بورډ وايي، د دغه ډاکټر جواز باید لغوه شي، خو نوموړي د استناف غوښتنه کړې.

طبي بورډ ماشوم ته د چرسو ورکولو وړاندیز له کبله د دغه ډاکټر جواز لغوه کولو غوښتنه نه ده کړې، بلکې دوی وايي ډاکټر ایدیلمان په 'درملنه کې بې غوري کړې ' او له کوم روان پوه سره یې مشوره نه کړې.

د ناروغ ماشوم پلار ۲۰۱۲ کال کې ځکه له دغه ډاکټره د زوی درملنې لپاره مشوره غوښتې وه، چې ویل کېږي ښوونځي کې د ماشوم چلند سم نه و.

ډاکټر ماشوم ته د لږو چرسو ورکولو مشوره ورکړې وه.

دا ټوله کیسه هغه وخت ډاګیزه شوه، چې د ښوونځي نرس ته ویل شوي و، ماشوم ته دې له غرمنۍ ډوډۍ سره د چرسو بسکټ هم ورکړي.

د دغه ماشوم پلار وايي، ماشومتوب کې ده خپله هم دغسې رواني ستونزې درلودې او د ناسم تشخیص له کبله ځان ورته هغو خنزیرانو ته ورته ښکاریده چې پرلپسي طبي تجربو ته ساتل کېږي.

افغانستان: نژدې یو میلیون کسان چرس څکوي

څېړنه: هندي چرس د لېونتوب لامل ګرځي

بلجیم ته له پاکستانه لېږدول شوي چرس نیول شوي

نوموړی وايي وروسته یې د چرسو اتسعمال پیل کړ او له همدې کبله یې له مېرمنې سره چلند سم شو، چې له دې مخکې به وايي تل ورته غوسه و.

دغه سړی وايي، خپل یوه بل مشر زوی ته یې هم چرس ورکول چې له ورته ستونزې سره مخامخ و. هغه وايي پر دواړو زامنو یې د چرسو اغېز ښه و.

بل لور ته د ډاکټر ویلیم ایدیلمان مدافع وکیل وايي، محکمې یې د موکل استناف غوښتنه منلې او د اوس لپاره به خپل کلینیک ته دوام ورکړي.

کالیفورنیا کې د درملنې لپاره د چرسو کارولو اجازه په ۱۹۹۶ کې ورکړل شوه او د ډاکټر ویلیم ایدیلمان په خبره تر اوسه یې زرګونو ناروغانو ته چرس د دارو درملو په توګه ورکړي دي.

ورته مطالب