د خیالي نجلۍ رښتیني عاشقان

تېره اونۍ پاکستان کې د خواله رسنیو کاروونکو پر ټوېټر پاڼې هغې امریکايۍ پېغلې ته د نیکو هیلو او هرکلي پیغامونو انبارونه جوړ کړل، چې ویل یې غواړي پاکستان ته سفر وکړي.

خو حیرانونکې خبره دا وه، چې د سمېنتا ګېري په نامه د دغې نجلۍ ټوېټر پاڼه ایله یوه اونۍ مخکې پرانیستل شوې وه او خورا لږ وخت کې یې بې کچې ډېر مینه وال موندلي وو.

له دې مخکې د سنتیا ډي رچي په نامه یوې بلې ټوېټر پاڼې هم د ګڼو پاکستانیانو زړونه ګټلي وو. د سمېنتا پر پاڼه نه یوازې د هغې نوم بلکې ټومبلی تصویر هم د یوې سپین پوستې نجلۍ و.

د پاکستان خواله رسنیو کاروونکو بې پوښتنې ګروېږنې نه یوازې سمېنتا ته د پاکستان سفر بلنه ورکړه، بلکې د خوندیتوب ډاډ یې هم ورکړ او ځینو خو ان د هغې د پالنې او ساتنې ټټر ورته وواهه.

که څه هم ځینې کسانو د سمېنتا ټوېټر پاڼه جعلي وبلله، خو ډېرو خلکو پر دې خبرو غوږ و نه ګراوه، بلکې هغې ته یې په خپل کور کې د میلمستیا بلنه ورکوله. ځینو شخصي موبایل شمېرې وراستولې او پرلپسې د پاڼې مینه والو شمېر ډېرېده.

Image caption د سمیتا د ساتلو دعوه دار

داسې ګومان کېده چې د پاکستان د مسایلو حل له دغې امریکايۍ پېغلې سره دی او که دا پاکستان ته ورځي د سترګو په رپ کې به ټولې ستونزې هوارې شي، ټول پاکستان به ګل او ګلزار شي او بالاخره به د نوي پاکستان ارمان پوره شي.

سمېنتا هم بې پروا پاتې نه وه، بلکې د هند او پاکستان تر منځ یې د کشمیر شخړې حل کولو هوډ څرګند کړ، بلکې پر هند یې ډېرې نیوکې وکړې. وروسته یې دا هم وویل چې د ښځو لپاره د هند پرتله پاکستان یو خوندي هېواد دی.

پر ټویټر د سمېنتا مینه والو ډېرېدو سبب یوازې پر هند نیوکې نه وې، بلکې هغې د پاکستانیانو د پاک زړیتوب او مېلمه پالنې ستاینه هم کوله. له همدې کبله ښايي ډېرو پاکستانیانو سره د هغې په تړاو دومره خواخوږي پیدا شوه، چې د پاکستان له دود دستور سره د سمو کالیو اغوستو مشوره یې هم ورکړه.

خو له دې ټولو سلا مشورو وروسته د ټوېټر ډېر پاکستاني کاروونکي هغه مهال هک حېران پاتې شول، چې معلومه شوه د سمېنتا ګېري په نامه دغه ټوېټر پاڼه یوه پاکستاني نارینه چمتو کړې، چې ټوکي دی، شهزاد غیاث نومېږي او د یوې ټولنیزې تجربې لپاره یې د انګریزې نجلۍ په مستعار نامه دغه پاڼه چمتو کړې.

کله چې دا هر څه روښانه شول، نو ځینو چې مخکې یې دغه پاڼه جعلي بلله، د خپلې ځیرکتیا لاپې پیل کړې او ډېرو زړه ماتو بیا پر شهزاد غیاث سختې نیوکې وکړې، چې ولې یې په مستعار نوم خلک تېرایستل.

خو بل لور ته خپله شهزاد له بي بي سي سره خبرو کې وویل:

''له څه مودې راهیسې ځینې بهرنیان پاکستان ته راځي او داسې غږیږي، چې ته وا دوی د دې هېواد په هکله له پاکستانیانو ډېر معلومات لري، همدې فکر اړ کړم چې دغسې یوه طنزي پاڼه چمتو کړم. د دغې پاڼې هدف دا و چې دغه هېواد کې معمولاً سپین پوټکو ته د ژغورونکي په سترګه کتل کېږي، خو موږ خپله هم کولای شو چې خپله له یوه بل سره مرسته وکړو"

شهزاد غیاث وايي، د دغې پاڼې له لارې راته معلومه شوه چې زموږ ټولنه کې ځینې کسان د سپین پوټکو خلکو هره خبره رښتیا بولي:

''''''''''''''''داسې هم شوي چې د سمېنتا په نامه مې د ناپوهۍ خبره کړې، خو خلکو له غور کولو پرته له نورو سره شریکه کړې. یوه بله خوندوره خبره دا ده چې ځینې مشهور او شتمن کسان چې له ما سره خبرې کول هم عیب بولي، هغوی هم ماته.... یانې سمېنتا ته په خپل کور کې د میلمستیا بلنه ورکوله او د جعلي، دروغ خبرو اسانه خپرېدلو خواشینونکی راز هم راته معلوم شو. ''''''''''''''''

یوې پوښتنې ته ځواب کې شهزاد وايي:

''''''''''''''''زه غواړم ټول پوه شي، چې پاکستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ښه خبره ده، خو د هغوی د پوټکي رنګ پر بنسټ هغوی ته د ستونزو حل کوونکو په سترګه کتل مناسب نه دي. ''''''''''''''''

شهزاد وايي، زه د هغو ټولو ښځو ستاینه کوم چې خواله رسنۍ کاروي، ځکه څلورو ورځو کې د شخصي ټیلیفون شمېرو او کورونو ته د بلنې په څېر غیر مهذبو پیغامونو وروسته زه اوس داسې احساس لرم ''''''''''''''''