د ميانمار رکاين ايالت کې يوه بله پوځي ځپنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ميانمار رکاين ايالت کې يوه بله پوځي ځپنه

د میانمار رکاین کې د تاوتريخوالي نوې څپې له بنګله دېشه د روهينجيا کډوالو د ورستنېدو پر وړاندې لا نور ګواښونه زيات کړي دي. د ملګرو ملتونو بشري حقونو يو مخکښ پلټونکي ويلي د میانمار د پوځ مشر بايد د روهينجيا مسلمانانو ټولوژنې پر سر محاکمه شي. تېرو څو اوونيو کې د برما پوځ او د اراکان بودايي یاغيانو ترمنځ نښتې له ۵ زرو ډېر نور هم له خپلو مېنو تېښتې ته اړ کړي دي.