ډونلډ ټرمپ: د امریکا استخبارات ډېر ناپوه دي

ټرمپ د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption ولسمشر ټرمپ وایي، ایران اوس هم د امریکا لپاره یو ګواښ دی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د دې هېواد استخباراتي ادارې ډېرې ناپوهه دي او پر دې یې سر سم نه دی خلاص چې ایران څومره لوی ګواښ دی. ولسمشر ټرمپ پرون چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د امریکا د استخبارتو کسان باید له سره ښوونځي ته ولاړ شي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې له ایران سره باید ډېر احتیاط وشي، ځکه چې دا هېواد اوس هم د امریکا لپاره یو جدي ګواښ دی.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا استخباراتي ادارو په خپل یو وروستي رپوټ کې وویل، ایران اټومي بم نه جوړوي.

د امریکا د ملي امنیت ادارې مشر ډن کوټس د سه شنبې پر ورځ دا رپوټ د امریکا سنا ته وړاندې کړ.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا د ملي امنیت ادارې مشر ډن کوټس بیا وایي، ایران اټومي بم نه جوړوي

په رپوټ کې همدا راز ګواښنه شوې ده چې چین او روسیه د امریکا پر ضد انټرنېټي جګړه پیلولی شي، او دا شونتیا هم شته چې بهرني هېوادونه د امریکا د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

تېر کال امریکا له هغه نړیوال تړونه لاس پر سر شوه چې د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تهران د اتومي پروګرام په اړه شوی و.

ولسمشر ټرمپ نیوکه کوي چې دا تړون د امریکا په ګټه نه دی او ایران هم د اټومي وسلو له جوړولو نشي را ګرځولی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران په ۲۰۱۵ کال کې له نړیوالې ټولنې سره د خپل اتومي پروګرام په اړه هوکړه وکړه

خو د ولسمشر ټرمپ د وروستیو ټوېټري نیوکو هدف تر ډېره ایران و.

نوموړي پر تهران تور لګولی چې په ۲۰۱۶ کال یې په ټوله سیمه کې ګډوډي رامنځته کړې وه، خو اوس وضعیت ځکه بدل شوی چې امریکا له ایران سره له اټومي تړونه لاس پر شا شوه.

د سه شنبې پر ورځ د امریکا د سنا په ناسته کې د سي ای اې مشر جینا هسپل وویل، ایران په تخنیکي توګه تر اوسه د اتومي تړون هوکړې ته ژمن دی او سرغړونه یې ترې نه ده کړې.

خو په رپوټ کې ګواښنه شوې چې ایران په سیمه کې خپلې موخې لري او پوځي ځواک یې هم ډېر شوی، او له دې کبله په راتلونکي کې د امریکا ګټو ته ګواښ پېښولی شي.

ورته مطالب