امریکا کې سخته واورینه څپه: انسان په لسو دقیقو کې کنګل کېدای شي

موسم د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي سلګونه زره امریکایان به له سخت ساړه موسم سره مخامخ شي

د هوا پېژندنې ماهرین وايي، راتلونکې اونۍ به امریکایان له داسې سختې یخنۍ سره مخامخ شي، چې د چا خبره هډوکو کې مازغه کنګلوي. ویل کېږي داسې احتمال شته، چې سیمه کې به د حرارت درجه منفي ۵۳ ته ورسېږي او لامل یې د خورا یخو قطبي بادونو بړبوکۍ دي.

ویل کېږي دې سره به د سلګونه زره کسانو د ورځني ژوند چارې نژدې په ټپه ودرېږي. په ایوا ایالت کې چارواکو خلکو ته مشوره ورکړې، چې ژوره ساه دې نه اخلي او ډېرې خبرې دې نه کوي.

موسم د انځور حقوق Scott Olson
Image caption شکاګو کې یو سړی له خپلو ماشومانو سره پر کنګل لوبې کوي

ماهرین وايي، د الینوای شکاګو ښار کې به له ماونټ اېورسټ او انترکتیکا هم سخته یخني شي. د سي این این رپوټ کې ویل شوي، کله چې د تودوخې درجه له صفره ټیټه شي، د ۷۵ سلنه امریکایانو پر ورځنیو ژوند چارو به اغېز وشي.

موسم د انځور حقوق Scott Olson
Image caption پر الوتکو کیمايي ماده د دې لپاره شیندل کېږي، چې اوبه پرې کنګل نه شي

د امریکا هوايي پېژندنې ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی، دومره سخته یخنۍ کې داسې احتمال شته، چې له کوره بهر په لسو دقیقو کې کنګل شي. چارواکي وايي، ښار کې به د حرارت درجه منفي ۳۵ وي، خو د یخو بادونو له کبله به د منفي ۴۵ غوندې محسوسېږی. وړاندوینه کې ویل شوي، د تودوخې درجه به د سې شنبې او پنجشنبې ورځې تر منځ ټیټه شي.

ٹرمپ د انځور حقوق Twitter/@realDonaldTrump

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې مناسبت یوه ټویټر پیغام کې وویل، ''راتلونکو څو ورځو کې به ښایسته مډویسټ کې د تودوخې درجه له منفي ۶۰ هم ټیټه شي، چې تر ننه پورې تر ټولو ټیټه درجه ده او خلک به د یو څو دقیقو لپاره هم له کوره بهر نه شي تلای. بالاخره د موسمي بدلون ستونزه په څه کې ده؟ لطفاً راوګرځه، موږ درته اړتیا لرو! ''

د کاناډا مانټریال کې یوه ښځه سخته یخنۍ کې د کور لپاره سودا لېږدوي د انځور حقوق MARTIN OUELLET-DIOTTE
Image caption د کاناډا مانټریال کې یوه ښځه سخته یخنۍ کې د کور لپاره سودا لېږدوي

بل لور ته د فضا او سیندونو چارو د ملي ادارې نووا رپوټ ته ډېرو خلکو د ولسمشر د خبرې ردولو په نظر وکتل. دغې ادارې د سې شنبې پر ورځ یوه ټویټر پیغام کې ولیکل: 'واورین توپانونه دا نه ثابتوي چې ګواکې نړۍ کې تودوخه نه ډېرېږي. '

موسم د انځور حقوق KEREM YUCEL
Image caption شکاګو کې یو پلار له زوی سره پر کنګل اوبو له ښووېدو خوند اخلي

له بي بي سي سره خبرو کې د نېشنل اوشیانیک انډ اتموسفیر ادارې مشر ډېرک ایرنت وویل، امریکا ته د ارکټک یخو بادونو مانا دا نه ده، چې د ټولې نړۍ حرارت درجه پورته کېږي. نوموړی وايي، پولر ورټکس یوه سیمه ییزه پېښه ده او د امریکا مډویسټ د نړۍ یوه کوچنۍ برخه ده.

موسم د انځور حقوق Getty Images
Image caption موټر چلونکو ته د احتیاط مشوره ورکړل شوې

ایرنت وايي، د امریکا او کاناډا ځینو سیمو کې سخته یخني ده، خو نوره نړۍ توده ده او که اوسط وکتل شي، په څرګند ډول لیدل کېږي چې نړۍ په تودېدو ده.