ښوونځي ته د تګ لپاره یو کیلومتر لامبو وهل

Young boy wading to school د انځور حقوق Facebook
Image caption ځینې وخت اوبه تر ستوني وي، خو ماشوم بیا هم زدکړې کوي.

فکر وکړئ، تاسې ښونځي ته د تګ لپاره، په لار کې لامبو وهئ، تر ستوني اوبه در پورته کېږي، خو کتابونه او د ښونځي یونیفورم مو په پلاستیک کې غوټه په سر اېښی دی او ټوله هڅه مو دا ده چې له اوبو د تېرېدو پر وخت ډوب نه شئ.

دا به ناشونې ښکاري، خو په فلیپین کې د ځینو ماشومانو ورځنی کار دی.

خو اوس یو خیریه بنسټ د مرستو په راټولولو سره هڅه کوي چې دې ماشومانو ته ژېړې کښتۍ چمتو کړي.

لومړنۍ ټولنه چې د دې خیر کار ته یې مټې بډ وهلې هغه کب نیوونکي او بزګر وو چې د زامبوکا ښار سویلي بې وزله میندانیو کې اوسېدل.

د انځور حقوق Yellow Boat of Hope Foundation

د خیریه ټولنې مشر جی جابونیتا وايي، کله یې چې د ماشومانو دا وضعیت ولید نو حیران شو او ژر یې په فیسبوک کې پوسټ وکړ.

خبره هغه وخت ګرمه شوه چې ځینو دوستانو یې غبرګون وښود او یو شمېر ان د مالي مرستې ټټر وواهه.

اوس دا خیریه ټولنه په ټول فلیپین کې فعاله ده لومړني ګامونه یې دا دي چې یو څو وړې کښتۍ یې د ماشومانو لپاره وپیرلې او په ژېړ رنګ یې رنګ کړې چې د ښوونځیو د بس رنګ ته ورته دي.

دا وړې کښتۍ شاوخوا ۲۰۰ ډالره بیه لري چې له شپږو تر اتو ماشومان لېږدوي خو دوی باید دا کښتۍ پخپله وچلوي.

خو لویې کښتۍ چې اینجن هم لري بیا خپله د کوم مشر زدکوونکي یا د والدینو لخوا یې چلول کېږي.

کښتۍ، د خوب خونه، یو ګرځنده ټولګی

د انځور حقوق Facebook
Image caption څو سوه ډالر د دې زدکوونکو ستونزه اواروي.

کله چې دا خیره مرسته د یو کال په موده کې په ښه توګه را ټوله شوه نو د ټولنې غړو هڅې پیل کړې چې بې وزله او لرو پرتو سیمو کې د زدکړې نوې زمینه برابره کړي.

ښاغلی جوبینایت وايي، ستونزه دا ده چې دا سیمې بیلا بیلې او ډېرې ستونزې لري.

د ځینو پروژو له برکته یې یو شمېر ماشومانو ته چې څو ساعته سفر به یې کاوه ان د خوب خونې یې کښتیو کې جوړې کړې.

په وروستۍ پروژه کې دوی لرې پرتو سیمو لپاره داسې ګرځنده ټولګي جوړ کړل چې د زدکړې مواد او ښوونکي پکې وي او خلکو ته زدکړه ورکوي.

د دې خیره ټولنې بنسټګر وايي، نژدې ۲۰۰ وړو سیمو کې له ۲۰۱۰ کال راهیسې کار کوي.

د دوی سرو کار د دې سیمو له ښوونځیو او د سیمه ییز مشر سره وي.

د انځور حقوق Yellow boat of hope foundation
Image caption زېړې کښنۍ د ښوونځي د بس مانا ور کوي.

ښاغلی جوبینایت وايي، ډیری مرستې خپله فلیپینیانو کړې یوازې په ۲۰۱۳ کال کې یو څه مرستې له بهره وشوې.

د معمول په څېر د مرستې پیسې خپله د سیمه ییزو خلکو لخوا ورکول کېږي هغه کسان چې غواړي بدلون راولي.

د دې بریاوو سرچینه اصلا فیسبوک و چې خلک یې وهڅول، ځکه ویلی شو چې خواله رسنۍ څومره اغیز لري.

ښاغلی جوبینایت دا مني چې په لومړیو کې یې یوازې مهم څېزونه پوسټ کول خو وايي چې یو عادي او ستر څېز شته دی.

دی او همکاران یې مرسته کوونکي را غواړي له هغوی سره کښیني او بیا د سیمو د مشرانو سره ګډو کارونو کې مرسته سره کوي.

د انځور حقوق Yellow Boat of Hope Foundation
Image caption ډېری کښتۍ باید زدکوونکي وچلوي.

خو لا هم زیات کارونه پاتې کېږي چې هغه بیا رضا کاران ورسره کوي.

جوبینایت وايي، ما کله فکر نه کاوه چې یوه کښتۍ به دومره مهم څېز وي چې دومره لوی بدلون را ولي.

دی وايي، فلیپین له ۷۰۰۰ جزیرو جوړ هېواد دی او نقریبا هر ځای کې کښتۍ وي شاوخوا په میلیونو کښتۍ دې هېواد کې شته دي.