سهار ناشته ګټه لري که تاوان ؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د موناش پوهنتون څېړنه وايي، د ناشتې نه کول مو ښايي له اضافي کلوریزو وساتي.

د ګهیځ ناشته یا سبا ناری که څه هم د ورځې تر ټولو مهم خواړه بلل کېږي، خو یوه نوې څېړنه ښيي د وزن په کمولو کې هېڅ مرسته نه کوي.

د یوې پخوانۍ څېړنې له بیا کتنې ثابته شوه، هغو کسانو چې د سهار ناشته یې کړې وه، د هغو پرتله چې نه یې وه کړې، ۲۶۰ اضافي کلوریز تر لاسه کړې.

بل لور ته ماهرین دا هم وايي، چې مناسبه ناشته د فایبر او کلشیم تر لاسه کولو لپاره ښه سرچینه ده. ماهرینو به مخکې ویل د سهار ناشته په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره د توجه تمرکز برخه کې هم مرسته کوي.

میندوارې ښځې د څو کسانو خواړه وخوري؟

انجلینا جولي ولې حشرې خوري؟

د دوی په وینا، ناشته انرژي درکوي او د ورځې په اوږدو کې مو له بیا بیا خوراکه راګرځوي او د اړتیا وړ تغذیه مو پوره کوي.

خو د اسټرالیا بي ایم جي نومې پوهنتون کې نوې څېړنه بیا دغه سپارښتنې نه مني او وايي داسې څرګند ثبوتونه نه دي موندل شوي.

د موناش پوهنتون څېړنه د دې برعکس وايي، د ناشتې نه کول مو ښايي له اضافي کلوریزو وساتي.

څېړونکي وايي هغو کسانو ته چې غواړي وزن کم کړي، د سهار ناشتې په توصیه کې باید احتیاط وشي، ځکه پایلې یې برعکس کېدای شي، خو دغه څېړونکي وايي، د دوی څېړنه هم حدود لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین د سپکې ناشتې لپاره د ډوډۍ له ټوټې سره د واړه شوي اووکاډو خوړلو توصیه کوي

څېړنه کې یوازې د ۱۶ اونۍ لنډې مودې لپاره د هغو کسانو څارنه شوې، چې تجربه پرې کېده او د ناشته کونکو او نه کونکو تر منځ د کیلوریز اخیستو توپیر ډېر نه و.

څېړونکي وايي، د اوږده مهال لپاره د ناشتې کولو یا نه کولو اغېز معلومولو لپاره باید نور ډېر کار وشي.

بل لور ته د لندن کینګز کالج کې د غذايي ساینس څانګې مشر پروفیسر کیوین وهیلان وايي، موږ باید ګهیځ مهال لومړی د کیلوریز اخیستو مسایلو کې ډېر ښکېل پاتې نه شو:

''دغه څېړنه کې داسې څه نه دي ویل شوي، چې ګواکې د سهار ناشته روغتیا ته ښه نه ده، بلکې ناشته د غلو دانو او شیدو د تغذیې اخیستو لپاره مهمه ده، چې د کلشیم او فایبر تر لاسه کولو سرچینې دي. ''

خو د بي ایم جي په څېړنه کې پر دې اړخه خبرې نه دي شوې. هغه وايي:

''موږ داسې نه وایو چې ناشته د چاغښت سبب شوې. ''