داسې زندان چې زندانیان ترې وتل نه غواړي

  • 4 فبروري 2019 - 15 سلواغه 1397
سنگانر جیل
Image caption دا پرانیستی زندان د راجستان ایالت جیپور ښار کې دی

د هند په جیپور ښار کې د سنګانر زندان ځانګړی حیثیت لري. په دې زندان کې زندانیانو ته یوازې د ویده کېدو لپاره ځای او بستره ورکول کېږي، خو ډوډۍ یا جېب خرڅ پکې نشته. خو ښه والی او ځانګړتیا یې په دې کې ده چې زندانیان کولی شي بهر ولاړ شي، په ښار کې کار او مزدوري وکړي او ځان ته او خپلو کورنیو ته روزي وګټي.

ګڼ شمېرزندانیان سهار وختي له زندانه ووځي، او د ښار په فابریکو کې مزدورۍ کوي، یا موټرې چلوي.

د راجستان ایالت جیپور ښار دا زندان د "پرانیستي زندان" په نامه هم مشهور دی.

دا زندان دروازې نه لري، زندانیان د اوسپنیزو دروازو تر شا کوټو کې نه دي بند، او امنیتي کسان یا ساتونکي هم نه لیدل کېږي.

زندانیان نه یوازې اجازه لري، بلکې سپارښتنه ورته کېږي چې د ورځې لخوا دې بهر ووځي او کار مزدوري دې وکړي.

د سنګانر زندان په ۱۹۵۰ کال کې جوړ شوی او پکې مېشتو ۴۵۰ زندانیانو لپاره د کور حیثیت لري.

Image caption ځینو زندانیانو په خپلو کې ودونه هم سره کړي دي

په هند کې د پرانیستو زندانونو طرحه ورځ تر بلې مشهوره کېږي. همدا تېر کال څلورو نورو ایالتونو کې هم پرانیستي زندانونه جوړ شول.

په زندانیانو کې ګڼ شمېر داسې کسان هم شته چې په قتل محکوم شوي، خو دوی هم د نورو په څېر ازاد ګرځي. البته یو سپیناوی اړین دی.

دا زندانیان د خپل بند دوه پر درېیمه برخه موده په بندو زندانونو کې تېروي، او یوازې د وروستۍ برخې لپاره اجازه لري چې پرانیستو زندانونو کې مېشت شي.

په دوی کې ځینې داسې زندانیان هم شته چې له دې ځایه هېڅ تلل نه غواړي، او چارواکي اړ کېږي چې په زوره یې وباسي.

Image caption په سنګانر زندان کې هر ماښام د زندانیانو حاضري اخیستل کېږي

زندانیان ټینګار کوي چې دې زندان کې خوښ دي، شاوخوا سیمو کې یې کارونه موندلي او ماشومان یې نژدې ښوونځیو ته ځي. نو له دې زندانه وتل ورته په دې مانا دي چې ټول ژوند یې بدلېږي.

په دې زندان کې ځینو مېرمنو له نارینه زندانیانو سره ودونه هم کړي دي. دوی وایي، له زندانه بهر نارینه د دوی پر حالت او تجربو سم نه پوهېږي، نو ځکه ورته اسانه ده چې په زندان کې د ننه د ژوند ملګری پيدا کړي.

په سنګانر زندان کې یوازې یو قانون په کلکه مراعت کېږي. هغه دا چې هر ماښام د زندانیانو حاضري اخیستل کېږي او کتل کېږي چې ایا ټول کسان د ورځې په پای کې زندان ته ور ستانه شوي دي که نه.

که څوک غیر حاضر و، سزا یې ښایي دا شي چې له زندانه به په زور و ایستل شي.

د انځور حقوق .

اړونده مطالب

ورته مطالب