''مور او پلار مې زما له اجازې پرته زېږولی یم''

  • 7 فبروري 2019 - 18 سلواغه 1397
د انځور حقوق NIHILANAND
Image caption دی غواړي چې د پیدا کېدو په تړاو پوښتنه نه کېږي، ځکه نو باید موږ ته د ژوند تېرولو لپاره پیسې راکړل شي.

یو ۲۷ کلن هندی ځوان وايي، محکمه کې پر خپل مور پلار ځکه عریضه کوي، چې په وینا یې بې اجازې یې ولې پیدا کړی. د ممبۍ اوسېدونکي رافیل سیمویل بي بي سي ته وویل، دا ښه خبره نه ده، چې اولادو زېږول کېږي او بیا ټول عمر ستړیو ستونزو ګاللو ته خوشي کېږي.

ښاغلی سیمویل طبعاً پوهېږي، چې له زېږېدو مخکې د انسان خوښه نه معلومېږي، ځکه نو باید تر زېږېدو وروسته د ژوند تېرولو لپاره پیسې ورکړل شي.

دغسې غوښتنه ښايي په ځینې کورونو کې د جنجال سبب شي، خو ښاغلی سیمویل وايي، مور پلار یې دواړه مدافع وکیلان دي او دا موضوع ورته ټوکې ښکاري.

" که نجلۍ پيدا شوه فيس نه اخلم"

په بنگله دېش کې ولې نجونې په کمکيني وديږي؟

په یوه اعلامیه کې د ده مور کویتا کارناد سیمویل دغې موضوع ته ځواب ویلی، او فکر کوي زوی یې یو نوی انقلاب راوستی.

''زه باید د خپل زوی جرات وستایم چې د وکیلانو په حیث غواړي موږ محکمې ته راکاږي او که رافیل وکولای شي داسې کوم منطقي دلیل وړاندې کړي، چې څنګه باید موږ له ده د زېږېدو اجازه اخیستې واي، نو زه به خپله تېروتنه ومنم.''

د ښاغلي سیمویل باور د انټي ناتالیزم له فلسفې سرچینه اخلي، چې منونکي یې وايي ژوند له ستړیو او ستونزو ډک دی او ځکه باید خلک هېڅ ماشومان ونه زېږوي.

هغه وايي په دې توګه به په تدریجي ډول انسانان د ځمکې له مخه لږ شي او دا به د ځکمې لپاره هم ښه زیری وي:

''د انسانانو لپاره هېڅ دلیل نشته. بې شمېره خلک ځوریږي. که انسانان ورک شي، ځمکه او حیوانات به لا ډېر خوشحال وي. د دوی حالت به لا ډاډمن او غوره شي. دغه راز به انسانان هم له کړاوه وژغورل شي. د انسانانو شتوالی له یوې مخې بې دلیله دی.''

یو کال مخکې نوموړي د نهیل انند په نامه یوه فېسبوکپاڼه چمتو کړه، چې له جعلي ږيرې سره یې پرې خپل تصویرونه خپاره کړل او د ناتالیزم فلسفې شعارونه یې پرې ولیکل.

د انځور حقوق NIHILANAND
Image caption دغسې غوښتنه ښايي په ځینې کورونو کې د جنجال سبب شي، خو ښاغلی سیمویل وايي، مور پلار یې چې دواړه مدافع وکیلان دي، ځکه دغې موضوع ته د ټوکو په نظر ګوري.

دی په یوه شعار کې وايي: ایا یو ماشوم دې ته نه اړایستل کېږي، چې نړۍ ته راشي، جبراً کار، وکړي یرغمل شي او غلامي وکړي؟

یو بل شعار کې یې ویلي:

''ستاسې مور پلار د یوه ګوډاګي یا سپي پر ځای تاسې پاللي او ساتلي یاست، تاسې خپلو والدینو ته بې مانا یاست، یوازې د هغوی ساعت تېري حیثیت لرئ.''

رافیل وايي، پینځه کلن و، چې د زېږېدو په تړاو یې بېلا بېل فکرونه ذهن ته ورتلل:

''د نورو په څېر یو عادي ماشوم وم. یوه ورځ مې نه غوښتل ښوونځي ته لاړ شم، خو مور پلار په زور استولم، ما وپوښتل ولې مو زېږولم، پلار مې ځواب نه درلود او که یې ځواب راکړی وای، ښايي نن به مې داسې فکر نه کاوه.''

د رافیل مور وايي، د زوی فکر یې دا ښيي چې د ځمکې طبیعي وسایلو څومره خیال ساتي او څومره ازاد فکر لري:

''خوشحاله یم چې زوی مې دومره زړور او ازاد فکر لري. باوري یم چې خوښۍ به یې په برخه شي.''

ځینې کسانو بیا د نوموړي پر فېسبوکپاڼه نیوکې کړې او وايي، هغه دا هر څه د شهرت موندلو لپاره کوي، خو دی وايي، دا هر څه د دې لپاره کوي، چې خلکو کې د زېږون ضد فکر ته وده ورکړي. دی وايي:

د انځور حقوق NIHILANAND

''دا ډېره اسانه او ساده خبره ده. د ماشومانو نه زيږون هیڅ بد کار نه دی.''

له بي بي سي سره خبرو کې نوموړی وايي، داسې نه ده، چې له خپل ژونده خوښ نه دی، ژوند یې ډېر ښه دی، خو وايي فکر کوي کاشکې دلته نه وای پیدا شوی. نوموړی وايي:

'' دا داسې ده لکه ته په یوه ډېره ښه خونه کې ناست یې خو نه غواړې په هغه خونه کې واوسې.''

اړونده مطالب