څو سوه میتره ځوړند حالت کې دنده ترسره کول

فرانسوا بوتا خپل ورځنی کار کاوه، چې ناڅاپه یې یوه جنګي چورلکه له څنګ تېره شوه.

دی قسم خوري چې د پیلوټ د سترګو سپین یې لیدلی شول.

" غږ یې مونږ ولړزولو، مونږ ته ډېره نږدې وه"

پل اسمیت در حین کار در مجسمه‌های عظیم کلپی در اسکاتلند د انځور حقوق SG Access
Image caption پل سمیت په سکاټلنډ کې پر یوه لویه مجسمه د کار پر مهال

دی وايي: دا ډول پېښه یادوي چې په کار کې که له یوه ۵۰ متره پړي ځوړند یې نو ممکن هرڅه پېښې شي.

د ده د کار ځای د سکاټلنډ د لویدیځ یوه لرې پرته سیمه کې د مخابراتو په برج کې ده.

طناب‌بازان ماهر جاهایی می‌روند که کسی سراغشان نمی‌رود د انځور حقوق SG Access
Image caption دا طنابي کسان داسې ځایونو ته ځان رسوي چیرې چې نور کسان ور کتلی هم نشي.

فرانسوا په دې خبر دی چې په دا ډول لوړو ځایونو کې کار کول څومره ګواښونکي دي.

هغه له ۲۰ کلونو راهیسې د دې مهارت لري چې څنګه له طناب یا پړي په ګټې اخیستو کار وکړي.

پل معلق فورث رود در اسکاتلند د انځور حقوق SG Access
Image caption سکاټلند کې ځوړند پول فورث روډ

فرانسوا ۴۲ کلن دی او هر چا ته که وايي چې د لومړي ځل لپاره له ۲۰ پوړیزې ودانۍ په ځوړند حالت کښته کیدو وېرولی نه دی، نه یې مني.

هغه وايي، له دې څو کلونو سره چې په لوړو ځایونو کې کار کوي اوس هم په ذاتي ډول له لویدو ډارېږي او زړه یې نه غواړي کار وکړي.

" هغه څه چې زما ذهن کراروي، هغه دا دي چې ښه وسایل لرم او کار مې د ښه پلان له مخې دی. "

مهارت دسترسی با طناب د انځور حقوق SG Access

پل ۳۵ کلن دی او صنعتي پوښولو کې متخصص دی.

نوموړی له دې مخکې د سکاټلنډ بلک واچ کنډک کې د نښه ویشتونکو قومندان و.

عراق او کسوو کې یې خدمت کړی دی او اوس دا چاره لري.

دید چندان مساعدی هم آن بالاها وجود ندارد د انځور حقوق SG Access
Image caption هالته لوړ ښه دید نه کېږي سترګې ښې نه غوړېږي.

دی وايي، هغومره چې خلک فکر کوي کار یې لږ ګواښ لري، خو ډېر په احتیاط کار کوي.

" پر ځان ډاډه یم چې نه لوېږم او هیڅ ګواښ را ته متوجه نه دی خو بیا هم بې پروايي او له حده زیات په ځان باور ته پام کوو "

طناب بازان سراغ همه نوع سازه‌های بلند می‌روند د انځور حقوق MIRA Rope Access Group
Image caption په پړي تړلي کسان هرڅومره لوړ خپل کار پسې ځي.

د دوی کارونه بیلا بیل وي ځینې یې شیشې مینځي، یا بیا رغونه کوي او یا هم څراغونه لګوي.

Paul Smith د انځور حقوق Paul Smith
Image caption پل سمېت له دې مخکې د نښه ویشتونکو کنډک قومندان و
Presentational white space

فرانسوا هغو کسانو ته سپارښټنه کوي چې غواړي په دې برخه کې کار وکړي:

"د جاذبي ځواک ته باید احترام وکړئ، د جاذبې دا ځواک تل وي لکه د برق جریان په ډول نه دی ".

طناب بازان د انځور حقوق SG Access
طناب بازان د انځور حقوق SG Access
این روزها افراد زیادی که اغلب آنها را مردان تشکیل می‌دهند در سازه‌های بلند کار می‌کنند. د انځور حقوق SG Access

د انځورونو چاپ حق خوندي دی.