د کلیزې لمانځلو له کبله سندرغاړې جریمه شوې

فیروزه د انځور حقوق TV CHANNEL TOJIKISTON
Image caption پر فیروزه حافیظوا له هغه وروسته پنځه زره سومونۍ یا پنځه سوه دېرش ډالره جریمه ولګېده چې دوشنبې ښار کې یې د کلیزې په مناسبت پر دریځ د سندرو ویډیويي کلیپ پر خواله رسنۍ انسیټاګرام خپور کړ.

د تاجکستان یوه مشهوره سندرغاړې له دې کبله جریمه شوې چې د کلیزې لمانځلو له بندیزه یې سر غړونه کړې او ملګرو سندرغاړو او دوستانو ته یې په دې مناسبت میلمستیا کړې.

پر فیروزه حافیظوا له هغه وروسته پنځه زره سومونۍ یا پنځه سوه دېرش ډالره جریمه ولګېده چې دوشنبې ښار کې یې د کلیزې په مناسبت پر دریځ د سندرو ویډیويي کلیپ پر خواله رسنۍ انسیټاګرام خپور کړ.

تاجکستان کې پر مراسمو او دودونو د کنټرول لپاره د ټاکل شویو مقررارتو اتمې مادې له مخې د پلارګنۍ له کوره بهر د کلیزې مراسمو پر لمانځلو بندیزونه لګېدلي دي.

ژمی، واورې او وچې ميوې

تاجکستان کې لومړۍ رسمي 'سده' ننداره

د فیروزې قضیه کې څارنوال د دغو بندیزونو دفاع وکړه. چارواکي وايي، دغه مقررات د خلکو په ګټه دي او دوی کولای شي پر بې ځایه دودونو د پېسو لګولو پر ځای دغه پېسې د کورنیو اړتیاوو پر پوره کولو ولګوي.

خو یو شمېر تاجکانو بیا پر خواله رسنیو د دغه 'عجب قانون ' اعتراضونه کړي دي. دوی وايي دا د خلکو شخصي مسایل دي او حکومت باید پکې لاسوهنه و نه کړي. یوه اعتراض کونکي پر خواله رسني لیکلي:

''که کوم مراسم لرئ، باید د فساد ضد کمیټۍ کسان، د مالیې ټولولو افسران او څارنوالان میلمانه کړئ، چې دوی خوابدي نه شي، بیا نو هېڅ ستونزه نه شته. ''

د انځور حقوق TV CHANNEL TOJIKISTON

تاجکستان کې د دود دستور څارنې قانون په ۲۰۰۷ کال کې تصویب شو او بیا ۲۰۱۷ کال کې له نویو مادو سره تمدید شو. د دغه قانون له مخې د ودونو، جنازو او ماشومانو زېږون اړوند چارې کنترولېږي.

د دغه قانون له مخې د میلمنو او خوراکونو شمېر محدود شوی او د خیراتونو لپاره د څارویو پر حلالولو بندیز لګول شوی دی.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، لویدیځ کې دغو مقرراتو ته د ټوکو ټکالو په نظر کتل کېږي، خو په تاجکستان کې د بشري حقونو فعالان دې ته د چارواکو د یوې داسې هڅې په نظر ګوري، چې ګواکې غواړي د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله وکړي او د ازادي او حقونه یې تر پښو لاندې کړي.