ترکیه چین ته: د ایغوریانو اجباري کمپونه بند کړئ

  • 10 فبروري 2019 - 21 سلواغه 1397
اویغوریان د انځور حقوق AFP
Image caption د سینکیانګ اویغوریان وايي، له ډېرو سختیو سره مخامخ دي

د ترکیې حکومت د ایغوري موسیقي پېژندونکي عبدالرحیم حیات له مړینې وروسته، له چین غوښتي چې په دې هېواد کې د کابو یو میلیون اویغوریانو د اجباري اوسېدو کمپونه وتړي. چین ادعا کوي چې په دې کمپونو کې اویغوریانو ته 'کار ورښودل کېږي'.

چین دا ادعا هم کوي چې دغه اویغوریان یې په دې کمپونو کې د ترهګرۍ د مخنیوي پخاطر ساتلي دي.

عبدالرحیم حیات د نړۍ له مشهورو موسیقي پېژندونکو څخه و، چې له اتو کلونو راهیسې د چین په شین جیانګ کې تبعید او اجباري کمپ کې ساتل کېده.

د چین شمال لوېدیځ شین جیانګ کې شاوخوا یو میلیون اویغوري لږکي اوسېږي.

ترکیې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه اجباري کمپونه د نازیانو د واکمنۍ پرمهال د "اجباري کار کمپونو" ته ورته دي.

اویغوریان مسلمانان دي چې په ترکي ژبه غږېږي. دوی تر ډېره د چین په شمال لوېدیځ شین جیانګ کې اوسېږي. په تېرو څو لسیزو کې یې له چینایانو سره ډېرې نښتې شوې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ په ګڼو ښارونو کې د چین حکومت د تګلارې پر ضد مظاهرې شوې دي

د چین حکومت دوی خپل امنیت ته یو ګواښ بولي، خو اویغوریان وايي، خپلواکي غواړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اکسوی ویلي: "نور هېچا ته پټه نه ده چې څه باندې یو میلیون ترک اویغوریان نیول شوي، په اجباري کمپونو کې ربړول شوي او ماغزه یې مینځل کېږي."

ترکیې دا هم ویلي، چې د عبدالرحیم حیات مړینه په دې کمپونو کې د چین له خوا د بشري حقونو د سرغړونو یوه ښکاره بېلګه ده.

ترکیې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیرش غوشتي، چې د دغه "بشري ناورین" رامنځ ته کېدو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

خو بجینګ وايي، د شین جیانګ کمپونو کې "حرفوي کارونه" ورښودل کېږي چې دغه وګړي د "ترهګرۍ" له منګولو خلاص شي.

د بشري حقونو فعالان وايي، مسلمان اویغوریان له هېڅ کوم تور پرته نیول شوي او په اجباري کمپونو کې اچول شوي او ان هلته په خپلې اویغوري ژبې غږېدو ته هم نه پرېښودل کېږي.

عبدالرحیم حیات څوک و؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption دوې میاشتې وړاندې اندونیزیا کې د اویغوریانو په ملاتړ لاریونونه وشول خو د نړیوالو پام یې ځان ته وانه ړاوه

د بښنې نړیوال سازمان د عبدالرحیم حیات د مړینې په اړه اندېښنه ښودلې چې په وینا یې تر اوسه بیجینګ د هغه مړینه رسماً نه ده تایید کړې.

عبدالرحیم حیات مشهور "دمبوره" غږوونکی و؛ چې په دې هنر کې د استادۍ کچې ته رسېدلی و.

نوموړی وروسته تر هغه ونیول شو، چې له اویغوري مشهورو شعرونو سره یې دمبوره وغږوله. په دې شعرونو کې ځوان نسل ته سپارښتنه شوې وه چې د خپلو پلرونو سرښندنو ته دوام ورکړي.

Image caption چین ادعا کوي په دې کمپونو کې حرفوي زد کړې ورکول کېږي.

په دې شعرونو کې د "جګړې شهیدان" توري راغلي وو، چې بیجینګ "ترهګرۍ ته د هڅولو" اخځ ترې کړی و، همدا وو چې استاد عبدالرحیم حیات یې په اتو کلونو بند محکوم کړ او د اجباري اوسېدو کمپ ته یې واستاوه.

د سینکیانګ اویغوریان

  • اویغوریان د ترک مسلمانانو له ټبره دي
  • دوی د سینکیانګ د وګړو ۴۵ سلنه جوړوي؛ ۴۰ سلنه یې د چین هان قوم دی
  • چین په ۱۹۴۹ کال د ختیځ ترکستان دولت له لنډمهالې واکمنۍ او شخړې وروسته پر سیمې واک ټینګ کړ
  • له هماغه وخت راهیسې، دغې سیمې ته د کډوالۍ څپې ورماتې شوې
  • اویغوریان د خپل دودیز کلتور له منځه وړلو وېره لري
د انځور حقوق Getty Images

د اویغوریان نړیوال کانګرس په یوه رپوټ کې ویلي، وګړي یې له هېڅ جرم پرته نیول کېږي او یا په زور د کمونیست ګوند نارو وهلو ته اړایستل کېږي.

دغه بنسټ وايي، نیول شوي اویغوریان کافي خواړه نه او ربړول کېږي.

دغه کانګرس ادعا کوي چې تر اوسه هېڅ کوم نیول شوی اویغور وګړی په کوم جرم نه دی تورن شوی او نه هم د وکیل لرلو اجازه ورکړل شوې.

ورته مطالب