د یږو له امله د روسیې یوه سیمه کې بېړنی حالت

د انځور حقوق PA

د روسیې یوې لرې پرتې سیمې ته د یږو یا خرسانو په تګ سره ځايي چارواکو بېړنی حالت اعلان کړ.

په نووایا زملیا ټاپوګانو کې چارواکي وايي، دغه سیمه کې چې وګړي یې څو زره کسان دي یږو پر خلکو برید کړی او هم استوګنځيو او حکومتي ودانیو ته ننوتلې دي.

د اقلیمي بدلون له امله قطبي یږې له بل هر وخت اوس وچې ته ځي.

روسیه کې دا یږې د ورکېدونکو ژوو ډلبندي کې راغلې او ښکار یې بند دی.

د روسیې د چاپېریال ساتنې فدرالي اداره د دې یږو د وژلو اجازه هم نه ور کوي.

اوس یږې له نه پولیسو او نه هم له هغو نښو وېرېږي چې مخکې ترې تښتېدلې او چارواکي وايي اړتیا ده چې نوي تدابیر ونیول شي.

دوی وايي، که د یږو د وېرولو نورې لارې چارې کا ر ور نه کړي، دوی اړ دي چې ویې وژني.

یوې سیمې ته ۵۲ یږې تللې چې چارواکي یې بې مخینې بولي او وايي د خلکو ژوند یې ګډ وډ کړی دی.

د انځور حقوق ANTHONY PAGANO/USGS

د سیمې یو چارواکی الیکساندر مینایف وايي، خلک وېرېږي، ان په کور پرېښودلو وېرېږي، ورځنی ژوند ګډ وډ دی، مور پلار خپل بچیان ښوونځیو او وړکتون ته نه پرېږدي.

د شمال قطب د ډېرې یخ ویلې کېدلو سره قطبي یږې نور په ښکار سره ځان مړولی نه شي او اړې دي چې وچې ته لاړې شي او خواړه ولټوي او دغه حالت کې له له انسانانو سره ټکر کوي.

پر ۲۰۱۶ کال د نووایا زملیا ختیځ ته په تروی نوی ټاپو کې د اقلیمي مرکز پنځه پوهان څو ورځې د یږو له لاسه کلابند و.