افغان سوله: سیمې او اروپا ته د زلمي خلیلزاد ۱۸ ورځنی سفر

  • 11 فبروري 2019 - 22 سلواغه 1397
د انځور حقوق Getty Images

د افغان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې د هڅو په لړ کې يو ځل بيا سیمې او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته اتلس ورځنى سفر پيل کړ.

په دغه سفر کې ښاغلى خليلزاد د يوه پلاوي مشري کوي چې د گڼو امريکايي ادارو له استازو جوړ دى.

ټاکل شوې د ښاغلي خليلزاد په مشرۍ دغه پلاوى د فبرورۍ له ١٠ تر ٢٨ سيمه کې افغانستان، پاکستان، ترکيې، په منځني ختيځ کې قطر او اروپا کې جرمني او بلجيم ته لاړ شي.

د امريکا د بهرنيو چارو ورازت وينا پاڼه کې ياد سفر افغانستان کې د سولې راوستو د بهير برخه بلل شوى چې په وينا يې افغانان په خپلو کې د خبرو له لارې د خپل هېواد راتلونکى وټاکي.

* افغان سوله، شخصي ګټې او ملي اندېښنه

د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي چې زلمى خليلزاد به د افغان سولې په تړاو د امريکا له متحدانو سره وگوري او په دغو کتنو کې به افغان سولې ته د رسېدو لپاره د دوه اړخيزو هڅو په تړاو خبرې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وينا پاڼه زياتوي چې د سفر له پيل تر پايه به د مسلو په تړاو له افغان حکومت سره سلا مشورې کېږي.

زلمی خليلزاد تېره مياشت قطر کې له طالبانو سره له پنځه ورځنۍ ناستې وروسته امريکا ته بېرته ستون شو او امريکايي چارواکي يې د افغان سولې په بهير کې له شويو پرمختگونو خبر کړل.

ښاغلي خليلزاد په خپل يوه تازه ټويټري پيغام کې ليکلي چې تېره اوونۍ يې د افغان سولې د بهير او پکې شويو پرمختگونو په اړه د امريکا د حکومت له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کړې دي او په دې لړ کې يې د امريکا د لوى درستيزانو د جرگه گۍ له مشر جنرال ډنفورډ سره د خپلې ناستې يادونه کړې.

د انځور حقوق ARG
Image caption پرون افغان ولسمشر د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته سفر کې وویل، چې طالبانو ته کابل، کندهار او ننګرهار کې دفتر ور کولو ته تیار دی.

د افغان سولې په تړاو سيمې او اروپا ته ته د ښاغلي خليلزاد د بل سفر خبرونه داسې مهال خپرېږي چې تېره ورځ ولسمشر غني ننگرهار ته د يوه سفر پر مهال افغانستان کې طالبانو ته د رسمي دفتر د ورکړې شونتيا خبره وکړه.

طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو وړانديزونه رد کړي خو

تېره اوونۍ يې يو شمېر افغان سياستوالو سره مسکو کې د افغان سولې په تړاو دوه ورځنې ناسته درلوده چې په کور دننه يې بېلابېل غبرگونو نه وپارول.

تاکل شوې د دغې ناستې بل پړاو ډېر ژر په قطر کې تر سره شي.