"پر ایراني سرتېرو ځانمرګي برید کې ''شل کسان وژل شوي''

ایران د انځور حقوق FARS
Image caption فارس خبري اژانس د پېښې له ځایه دغه تصویر خپور کړی

د ایران سیستان بلوچستان ایالت کې د دغه هېواد د سپاه پاسداران امنیتي ځواک پر پوله ساتو سرتېرو ځانمرګی برید شوی دی.

د دغه ځواک قدس څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي، برید کې له باروتو ډک یو ګاډی له هغه بس سره ټکر شوی، چې د سرحدي ځواک پلي سرتېري یې لېږدول.

سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې وايي، "دا برید تکفیري ترګرو کړی چې د ولکې او استکبار نظام له استخباراتو سره" تړلي دي.

فارنس او تسنیم خبري اژانس د سپاه له قوله د وژل شویو شمېر ۲۷ کسان ښيي.

دې برید کې نږدې شل کسان ټپي شوي هم دي.

د جیش العدل په نامه ډلې چې ایراني چارواکي یې 'ترهګره ډله ' بولي، د خواله رسنۍ ټیلګرام له لارې ویلي، چې برید دوی کړی دی.

دغې ډلې ادعا کړې چې د بس ټولې سپرلۍ وژل شوي دي.

"ایران کې د سپاه پاسدران پر مرکز برید شوی"

د ایران د سپاه پاسداران ۱۴سرتېري تښتول شوي

سیستان بلوچستان د ایران له ناامنه سیمو یوه ده.

دغه سیمه له پاکستان سره پر پوله پرته ده، چې ډېری اوسېدونکي یې سنیان دي.

سیمه کې د مخدره موادو سوداګر هم فعال دي چې د ناامنیو عوامل بلل کېږي.

دغه سیمه کې د وسله والو بلوڅانو یو شمېر ډلې هم فعالیتونه کوي او دغه راز پراخ تبعیض، له ځايي چارواکو د خلکو ناخوښي او وسلو ته اسان لاسرسی هم په سیمه کې د ناامنیو لاملونه بلل کېږي.

اړونده مطالب