د سپي غپا د فرانسې یوه سیمه کې په ۷۷ ډالرو تمامېدلی شي

د انځور حقوق Getty Images

د فرانس شمال کې د یوې سیمې ښاروال د سپیو په بې ضرورته غپا بندیز لګولی دی.

فیکوریس سیمه کې کوم سپي بیا بیا یا بې اړتیا وغپېږي، خاوند یې ۷۷ ډالر یا ۶۸ یورو جرمانه کېږي.

ښاروال جېن پایري ایسټني وايي، د شپې ورځې د سپیو غپا سیمه کې بد حال جوړوي او غږیزې ککړتیا د کنټرول لپاره دا کار کوي:

مطلب دا نه دی چې سیمه کې پر سپیو بندیز یا د هغو په لږ غپا جرمانه ولګېږي.

خو د ژویو د حقونو فعالان د ښاروال دا ګام غندي.

خو ښاروال وایي، دا سیمه د سپیو خلاف نه ده، بلکې که څوک غواړي سپی وساتي، نو پالنه یې هم باید وکړي.

د روانې میاشتې لومړیو کې ځايي شورا هم یوه حکم کې ویلي چې د سپي څېښتن که نږدې دوکان ته ځي، نو سپی دې بند ځای کې نه پرېږدي.

دوی وايي، که د سپیو مالکان یې نویو اصولو ته پام ونه کړي او د دې سیمې د نږدې ۱۴ سوو وګړو لپاره یې سپي سرخوږی شي او شکایت وکړي، نو جرمانه کېږي.

ولې د سپي غپل سرخوږی شول؟

د انځور حقوق Getty Images

دا حکم له هغه وروسته و چې د کلیوالو له یوې ښځې شکایت وکړ.

ایسټني وايي، له دې ښځې سره ډېر سپي دي، چې ځینې یې ډېر لوی دی:

موږ ور سره ډېرې خبرې وکړې خو ګټه یې ونه کړه، ځکه مو بیا دا پرېکړه وکړه.

د ژوو حقونو ملاتړې ټولنې مشر سټیفن لامارټ د ښاروالۍ دا ګام غندي.

که داسې ده بیا د کلیسا په ټلیو هم بندیز ولګوئ. د سپي خوله د همدې لپاره ده چې وغپېږي.

دی وايي ځايي محکمه کې عریضه کوي: ما تراوسه کوم سپی ونه لید چې له سهار تر ماښام وغپېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې فرانسوي چارواکي دا ډول ګام پورته کوي.

۲۰۱۲ کال د فرانس سوېل لوېدیځ ته په سنیټ فو لاګراونډ کې هم پر سپیو ورته بندیز ولګېد.

سپي ولې غپېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسټرالیا یو ډول سپي چې تر ټولو لوړ غپېږي.

د مختلفو وجو له امله ټول سپي غاپي، لکه پام اړول، له خطر خبرول او نارامي ښکارول.

خو د سپیو مالکان یا ګاونډیان یې له ډېرې یا لوړې غپا تنګېږي.

د دوی غپا ان کله کله کمپنیو کې له چلېدونکو ماشینونو هم لوړه وي.

د اسټرالیا د چارلي په نوم د یو ډول سپيو نسل د لوړې غپا له امله نړیوال ریکاډ لري.