مودي: پاکستان دې د هند د تباه کولو خوب هېر کړي

مودي د انځور حقوق EPA

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي وايي، پاکستان دې د هند د تبا کولو خوب له سره وباسي.

د هغه په خبره، که پاکستان فکر کوي چې هند به خراب کړي، نو دا خوب به یې کله هم ریښتیا نه شي:

"پاکستان د هند د بې ټیکاوه کولو لپاره چې کوم سازش کوي، نو فکر یې دا دی چې دې پلان کې کامیابېږي، خو هغه به کله هم بریالی نه شي".

د نوموړي دا خبرې د هند واکي کشمیر په سرینګر کې د پنجشنبې ورځ له موټر بم چاودنې وروسته دي چې پکې ۴۶ هندي سرتېري ووژل او ډېر نور ټپیان شول.

* هند: پولیسو د "مرګ سوداګر" وواژه

* پاکستان: د اورپکو پټنځي نه شته، پاتې شوني يې شته

نرېندر مودي ډېلي کې یوې غونډې ته وینا کې وویل: زموږ ګاونډي چې کومه لار غوره کړې ده، باور وکړئ د تباهۍ لور ته ځي، موږ چې کومه لار غوره کړې هغه د پرمختګ لور ته ځي.

هغه د نړۍ له ټولو "انسانیت پالو ځواکونو" وغوښتل چې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره یو موټی شي:

"کله چې ټول هېوادونه په همغږۍ د ترهګرۍ کلا له منځه یوسي، نو هغه وخت به ترهګري ختم شي".

پاکستان ګوښه کول

د انځور حقوق EPA
Image caption دغه برید کې ۴۶ کسان وژل شوي دي.

له بلې خوا د هند د مالیې وزیر ارون جیټلي له یوې ناستې وروسته وویل چې د پاکستان خلاف هر ممکن ډیپلوماټیک او اقتصادي فشار کاروي:

"هند به له ټولو هغو ډيپلوماټیکو لارو چارو کار واخلي، چې ور سره پاکستان په نړیواله ټولنه کې ګوښه کړي".

نوموړی دا هم وايي، چې پاکستان به د ګټورو هېوادونو له نوملړ وباسي:

"کومو کسانو چې پرونی برید کړی او څوک یې چې تر شا دي دواړه به درنه بیه ور کړي".

پر ۱۹۹۶ کال پاکستان ته دا امتیاز ور کړل شوی دی.

د اپوزیسیون مشر راهل ګاندي هم خبریالانو سره خبرو کې پرونی برید د هند پر زړه برید وباله.

"ټول اپوزیسیون له امنیتي ځواکونو او حکومت سره اوږه په اوږه ولاړ دی".

۳۰ کلونو کې خونړی برید

په هندي کشمیر کې پر پولیسو د پنجشنبې ورځې برید په تېرو دېرشو کلونو تر ټولو خونړی بلل شوی.

د وروستیو معلوماتو له مخې په دغه ځانمرګي موټر بم برید کې څلویښت سرتیري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايی وضعیت نازک ښودل شوی دی.

بریدګر د کشمیر د مرکز سرینګر په شل کیلومترۍ کې د پولیسو د اویا موټرو هغه کاروان په نښه کړ چې شاوخوا دوه نیم زره پولیس یې کشمیر ته لیږدول.

یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي بریدګر خپل موټر له هغه بس سره ټکر کړ چې څلور څلویښت تنه سرتیري یې لیږدول.

په پاکستان کې میشتې ډلې جیش محمد د دغه برید مسوولیت منلی دی.

هند د دغې ډلې پر پاکستان میشتي مشر مسعود اظهر د نړیوالو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

د برید انګېزه، غندل او د پاکستان غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابند کړه.

له برید وروسته یوه ویډیويي پيغام کې د عادل احمد ډر په نوم یو تن- چې ادعا کوي دا برید یې کړی- پوايي، وروسته له هغه دې برید ته وهڅېده چې وایې ورېدل ګواکې طالبانو امریکا ته په افغانستان کې ماته ور کړه.

خو د هند د کورنیو چارو وزیر راج نت سېنګ ګوت څنډنه کړې چې دې برید ته غوڅ غبرګون ښيي او هغه څه به ترسره شي چې اړین وي:

"زموږ پر مېړنیو سرتیرو چې کوم برید شوی دا پاکستان میشتې ترهګرې ډلې جیش محمد کړی چې د پاکستان ملاتړ ور سره دی. زه او ټول هېوادوال د دې برید غندنه کوو او د ځواب ورکولو لپاره یې ټول هېواد یو موټی دی. موږ خپل مسوولیت پیژنو او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د هر لازم اقدام له کولو به ډډه ونه کړو".

* کشمير: پاکستان او هند يو پر بل ډزې کړې دي

* هغه سندره چې ۷۰ کاله وروسته یې پاکستان او هند سره نژدې کړل

خو پاکستان پر هندیو ځواکونو پرونی برید د اندېښنې وړ بللی او د بهرنیو چارو وزارت یې په یوه بیان هغه ټولې ادعاوې رد کړې چې هندۍ رسنۍ او یا حکومتي چارواکي یې کوي او دې برید ته پاکستان پورې تړاو ورکوي.

امریکا د ملګرو ملتونو عمومي منشي او نورو ګڼ شمیر هېوادونو دا برید غندلی دی.

افغان ولسمشر هم دا پېښه غندلې او د هند له حکومت او خلکو سره یې خواخوږي ښودلې ده:

د ارګ د ټویټ له مخې ولسمشر غني "ترهګري" د سیمې لپاره سرطان بللې او ویلي یې دي چې د له منځه وړلو لپاره یې ګډو هڅو ته اړتیا ده.

مسعود اظهر

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هند کي پر پټان کوټ هوايي اډه له برید وروسته د مسعود اظهر پر ضد مظاهره.

د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په هندوستان کې بندي و خو یوه ډله وسله والو د هند د سپرلۍ یوه الوتکه په ۱۹۹۹ کال کې او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کندهار ته وتښتوله او د نوموړي د ازادولو غوښتنه یې وکړ.

په پایله کې هند مسعود اظهر خوشی کړ.

افغان چارواکي وايي جیش محمد ډله په افغانستان کې هم د دولتي او بهرنیو ځواکونو ضد عملیاتو کې برخه لري.

څو ورځې وړاندې په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکو وویل د دغې ډلې دوه پاکستاني غړي یې نیولي دي.

ورته مطالب