د هند نيمه وچه کې ترينګلتيا
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هند نيمه وچه کې ترينګلتيا

ايران پر پاکستان د داسې اورپکو ډلو د پلوۍ تور لګولی، چې دوی باور کوي د چارشنبې/شورو پر ورځ يې له جنوب ختيځې پولې سره ۲۷ ايراني سرتېري وژلي وو. د ايران انقلابي ګارډ قوماندان پر خپل حکومتي ټلويزيون ويلي د پاکستان امنيتي ځواکونه بايد د اورپکو ملاتړ ودروي. بل پلو د هند تر ولکې لاندې جامو ښار کې له تاوتريخوالي ډکو لاريونو وروسته ګرځبنديز لګېدلی دی. احتجاجونه د هندي ځواکونو پر يوه کاروان د پنجشنبې/زیارت له ځانمرګي بريد وروسته شوي، چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې ۴۰ هندي سرتېری په کې ووژل شول. هند پر پاکستان د جيش محمد اورپکې ډلې د ملاتړ تور لګولی چې دوی وايي دا بريد همدې ډلې کړی و. پاکستان بيا د هند ادعاوې ردوي.