کابو ۲۰۰۰ پاکستانیان له سعودي زندانونو خوشي کېږي

د انځور حقوق TWITTER/KSAMOFAEN
Image caption لومړي عمران خان وزیر ویل چې تر دریو زرو پاکستانیان د سعودي جېلونو کې دي او له ښاغلي سلمان یې وغوښتل چې د خوشي کولو لپاره یې یو څه وکړي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان- چې دا مهال پاکستان کې دی- خپل هېواد کې د ۲۰۱۷ پاکستاني بندیانو د خوشي کولو حکم وکړ.

دا خبره د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري په یوه ټوېټ کې کړې دي.

تېره شپه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ولیعهد سلمان ته د ماښانۍ ور کولو کې د دې بندیانو یادونه وکړه. هغه دا هم وویل، چې د دې بندیانو د خوشي کولو هڅې داسې کار دی چې خدای به هم پرې خوشال شي.

لومړي وزیر ویل چې تر دریو زرو پاکستانیان د سعودي جېلونو کې دي او له ښاغلي سلمان یې وغوښتل چې د خوشي کولو لپاره یې یو څه وکړي.

د هغه په ځواب کې محمد بن سلمان وویل، چې څه یې وس کې وي د دې بندیانو لپاره به یې وکړي. ان دا یې هم وویل، چې "تاسو ما په سعودي کې خپل سفیر وګڼئ".

د لومړي وزیر دغو خبرو باندې خواله رسنیو کې ډېر بحث شوی دی. خو د د دوشنبې په سهار ولیعهد سلمان له دوو زرو د ډېرو بندیانو د خوشي کولو حکم وکړ، چې ور پسې سملاسي د پاکستان د اطلاعاتو وزیر هم دا خبره تایید کړه.

پر عمران خان نیوکګرو هم د ددې خبر هرکلی کړی دی. په ټوټېر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي دا هم ویلي، چې د پاتې بندیانو د کېسونو سملاسي ارزولو باندې هم کار کېږي.

د اطلاعاتو وزیر دا هم ویلي، چې دې حکم کې هغه بندیان خوشي کېږي چې د ویزې له وخت یې ډېره موده هلته تېره او بندیان شوي دي.

د دې بندیانو د حقونو لپاره د فغالې ادارې یو چارواکی محمد عثمان له بي بي سي سره خبرو کې د سعودي د پرېکړې هرکلی کوي.

هغه دا هم وايي، چې کله د دوو هېوادونو مشران د یو بل سره مخ په مخ کېني او پر مظلوم پاړکي خبرې کوي، نو نتیجه یې ښه راوځي.

سعودي عربستان په پاکستان کې څه باندې شل میلیارده ډالره پانګونه کوي. عربستان اعلان کړی چې د بېلابېلو قراردادونو په چوکاټ کې د څه باندې شل میلیارده ډالرو په ارزښت په پاکستان کې پانګونه کوي.

د دغې پانګونې خبر د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان اعلان کړ چې دا وخت د پاکستان په سفر دی.

د تېلو چاڼځي تړون

په ورته وخت کې، پاکستان د خراب اقتصادي وضعیت او د بودیجې د کسر له کبله بهرنۍ پانګونې او ملاتړ ته سخته اړتیا لري.

د دغو قراردادونو له ډلې یې یو هم د پاکستان د ګوادر په بندر کې د تېلو او نفتو د چانځي جوړول دي چې اته میلیارده ډالره لګښت پرې راځي.

دواړو لورو په ځينو نورو برخو لکه د انرژۍ، کانونو او کیمیاوي موادو په برخو کې هم هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

محمد بن سلمان له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې ویلي، دا د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا لومړی ګام دی او زیاته کړي يې ده "دا اړیکې به له یوې میاشتې بلې او له یوه کال څخه بل کال ته پراخې شي او په دې کې د دواړو هېوادونو ګټې دي."

د انځور حقوق Twitter

سعودي عربستان تل په بد اقتصادي وضعیت کې له پاکستان سره د مرستو او پانګونې له لارې ملاتړ کړی دی.

د پاکستان مرکزي بانک دا وخت یواځې اته میلیارده ډالره ذخیره لري چې د مالي اړتیاوو د پوره کېدو لپاره د بهرنیو هېوادونو او بنسټونو مرستو ته سخته اړتیا لري.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سعودي عربستان له ولیعهد سره په کتنه کې عربستان د اړتیا د وخت ملګری یاد کړ.

د مرستو او همکاریو په لړ کې د پاکستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر فواد چوهدري په ځپله ټویټر پاڼه لیکلي چې محمد بن سلمان په سعودي عربستان کې د څه باندې دوه زره پاکستانیانو له بنده د ازادولو حکم هم ورکړی دی.

محمد بن سلمان د پاکستان دولت له تود هر کلي سره پرون یکشنبه اسلام اباد ته ورسېد.

هغه د دغه سفر پر مهال د عمران خان په رسمي هستوګنځي کې پاتې شو چې تر اوسه پاکستان ته تلونکي هیڅ بهرنی میلمه هلته ندی پاتې شوی.

د انځور حقوق Getty Images

اسیا ته د سفر په لړ کې پاکستان د سعودي ولیعهد لومړنی تمځای و او ټاکل شوي چې له دې وروسته مالیزیا، اندونیزیا او هند ته هم سفر وکړي.

پاکستان ته له پخوا پلان شوی دا سفر داسې مهال شوی چې د ایران او پاکستان تر منځ د ایران په سیستان او بلوچستان کې د انتحارې حملې په سر اختلافونه په زیاتېدو دي.

ایران پاکستان جیش العدل ډلې ته د پناه ځایونو ورکولو مسول ګڼي هغه ډله چې د دغې حملې مسولیت يي منلی، دا هېواد سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم تورنوي چې د دغې ډلې مالي ملاتړ کوي.

ورته مطالب