ګوګل کې د پاکستاني بیرغ پر ځای تشناب کاغذ؟

Image caption د د ګوګل پر پلټوونکي په "نړۍ کې د غوره تشناب کاغذ" پلټلو سره د پاکستان ملي بيرغ مخې ته راځي

په تېرو څو ورځو کې که تاسې د ګوګل پر پلټونکي په "نړۍ کې د غوره تشناب کاغذ" ولټوئ نو د پاکستان ملي بيرغ مو مخې ته راځي.

داسې ښکاري چې دغه کار هندي اعتراض کوونکو د هغه بريد په غبرګون کې کړی دی چې د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وشو.

په دې برید کې د هند د نیمه پوځي ملیشو کابو ۴۶ سرتېري ووژل شول، او مسوولیت یې پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد ومانه.

دا په تېرو ۳۰ کلونو کې په کشمیر کې پر هندي پوځ تر ټولو مرګونی بريد و. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، پاکستان ته به د دې برید ځواب ورکوي.

د سیاست والو او پوځي چارواکو خبرې یوې خوا ته. په ۲۱مه پېړۍ کې عادي خلک هم د انټرنېټ پر مټ په نوې بڼه دا جګړه پر مخ بیایي.

اوس پر ګوګل د يادې جملې له پلټلو سره ګڼ مطالب او عکسونه مخې ته راځي چې يو شمېر يې خبري مطالب او ځينې يې پر خواله رسنیو د دې مطلب اخيستل شوي عکسونه دي.

په پاکستان او هند کې تر دې وړانډې هم دا ډول انټرنېټي یا سایبر جګړې بېلګې شته، او د دواړو هېوادونو ملاتړ د یو بل پر مشهور وېبپاڼو او نورو انټرنېټي سیستمونو بریدونه کړي دي.

د غوره تشناب کاغذ خبره د کشمیر له بريد وروسته په يو څو بلاګي ليکنو کې پيل شوه او د اونۍ پای کې د خواله رسنيو د سر موضوع وګرځېده.

د دې موضوع پلټونکو شمېر پر ګوګل دومره ډېر دی چې ښایي د دې شبکې پر شمېرو هم اغېز وکړي.

ګوګل تراوسه په دې اړه څه نه دي وي چې دغه کار څرنګه شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې پر ګووګل د پلټنې داسې پايلې راوځي. که د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي نومونه هم پر ګوګل وپلټئ نو ځینې وخت ورته عکسونه او مطالب مخې ته درځي.

ورته مطالب