د سعودي زندانونو بوډا بندیان؛ د "ازادۍ لپاره لوږه"

.

د عکس سرچینه، Twitter @m3takl

د عکس تشریح،

دا هشټګ ۱۶ زره ځلې خپور شوی چې هم یې ملاتړو او هم مخالفانو خپل نظرونه ښودلي دي.‌

پر خواله رسنیو د #سعودي_زندانونو_کې_د شیخانو_نه_ خوړو_ اعتصاب هشټګ ډېر لاس په لاس شوی چې ډېرو یې د لامل پوښتنه کړې ده.‌

دا کمپاین وروسته تر هغه پیل شو،‌ چې په سعودي کې د بندي ډاکټر عبدالله الحامد یوه خبرپاڼه خپره شوه چې ګني د نه خوړو اعتصاب یې کړی.‌

د نوموړي د اعتصاب هدف دا و چې په هېواد کې د سوله ییزو فعالانو او د بشري حقونو په ملاتړ خپل غږ پورته کړي.

دا هشټګ ۱۶ زره ځلې خپور شوی چې هم یې ملاتړو او هم مخالفانو خپل نظرونه ښودلي دي.‌

ګڼو ټویټر کارنو لیکلي، "د تشو کولمو مبارزه" ډېره ګرانه ده، چې ان د مرګ لامل ګرځي، خو د انسان د ازادۍ او کرامت لپاره ضروري او حتمي ده.

د سعودي دعوتګر - چې ۳۷ تورونه پرې لګول شوي- سلمان العوده زوی‌ عبدالله العوده لیکلي‌ پر پلار یې د نظام پر وړاندې د "لمسون" تور دی.‌

د نه خوړو له دې کمپاین سره ډاکټر محمد فهد القحطاني،‌ فوزان الحربي او ډاکټر عبدالکریم الخضر هم یوځای شوي. سربېره پر دې،‌ ډاکټر عبدالرحمن الحامد او دوکتور عبدالله الحامد هم د نه خوړو اعتصاب کړی دی.‌

په مقابل کې ځینو دا کار سعودي او ولیعهد ته سپکاوی بللی چې ګني په هېواد کې وروستیو اصلاحاتو ته نه پرېښودل کېږي.

د عمانیه بنت الخیر په نامه یوې لیکلي، ولیعهد کامیابۍ ته نه پرېښودل کېږي.

پر ټویټر دا کمپاین هم پیل شوی چې پکې وايي:

"ناروغان خوشي کړئ، بوډا کسان خوشي کړئ او فعالان خوشي کړي. ټول هغه خوشي کړئ چې د زندان تیارو کې زور زیاتی ورسره کېږي."