ورځپاڼې: شهزاده بن سلمان او جنرال باجوا پر افغانستان وغږېدل

سلمان د انځور حقوق Social Media

پاکستانۍ ورځپاڼه نیشن په یو مطلب کې لیکي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان ته د خپلو سفر په ترڅ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره د افغانستان په هکله وغږېد.

وځپاڼه لیکي چې په دې لیدنې کتنې کې چې په اسلام آباد کې ترسره شوه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته د زمینو په برابرولو کې د پاکستان پر همکاریو هم خبرې وشوې. ورځپاڼه وايي په دې خبرو کې د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال عاصم منیر هم ګډون درلود.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې اقتصادي خپرونې لایف مینټ هند ته د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر په اړه په یو مطلب کې لیکلي، د کشمیر په پلواما کې د تېرې اونۍ له برید وروسته هند سعودي چارواکو ته وویل چې له پاکستانه هند ته د ولیعهد محمد بن سلمان سفر به ورته د منلو وړ نه وي، ځکه نو محمد بن سلمان هند ته له تګ نه مخکې ریاض ته لاړ او له هغه ځایه بیا هند ته ورغی.

مطلب کې وړاندې راغلي چې په پلوامه کې له خونړي برید وروسته هند وویل چې پاکستان به په ديپلوماتیک ډګر کې ګوښې کړي خو دا چې محمد بن سلمان په پاکستان کې د شلو ملیاردو ډالرو پانګونې اعلان وکړ پاکستاني رسنیو او حکومت داسې رنګ ورکړ چې ګواکې هند په خپل هوډ کې ناکام شو.

کابو ۲۰۰۰ پاکستانیان له سعودي زندانونو خوشي کېږي

د پاکستان بيرغ څنګه په "تشناب کاغذ" بدل شو؟

ګلف ټایمز ورځپاڼې د هغې سویډنۍ محصلې په اړه یو مطلب خپور کړ چې تېر کال د یوه افغان پناه غوښتوونکي د بیرته ستنولو پرضد یې احتجاج وکړ او پرې نښود چې افغان بیرته ستون کړای شي.

ورځپاڼه لیکي ایلن ارسن ته چې ۲۲ کاله عمر لري د بند جزا ورنکړل شوه خو په دې خاطر چې د ترکیې هوايي شرکت الوتکه یې نه پرېښوده چې الوتنه وکړي درې زره سویډني کورنه چې ۲۵۰ پونډه کېږي جرمانه شوې ده.

ورځپاڼه لیکي ایلن ارسن د یوه پنځوس کلن افغان پناه غوښتونکي چې په یو جرم محکوم شوی و د بیرته استونې پرضد خپل احتجاج په ژوندی بڼه پر فیسبوک خپراوه چې وروسته بیا په نړۍ کې میلیونو کسانو دغه ویډیو ولیده او اوس د دغه کار له امله د محکمې له خوا درې زره سویډني کورونه جرمانه شوې ده.

پاکستانۍ ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼه په پنجاب ایالت کې د مدرسې د یوه استاد یا ملا په هکله یو مطلب خپور کړی او لیکي د مدرسې دغه استاد چې هڅه یې کوله پر یوې اته کلنې جلۍ جنسي تېری وکړي نیول شوی دی.

ورځپاڼه لیکي د جلۍ پلار پولیسو ته ویلي چې اته کلنه لور یې د قران شریف د زده کړې له پاره د ملا کور ته ورغلی و. جلۍ په خپله هم پولیسو ته ویلي چې ملا پرې د جنسې تېرې هڅه وکړه خو وروسته له هغه له خپل هوډ نه په شاه شو چې دا په ژړا شوه او دعاګانې کولې.

جلۍ ویلي چې ملا ته یې خبرداری ورکړی و چې خلک به پرې خبر کړي.

برتانوی ورځپاڼه انډېپنډنډ په یو مطلب کې لیکي بیګاه د شپې سپوږمۍ بشپړه شوه چې دا په ۲۰۱۹ کال کې تر نور کله بشپړه او ځلیدونکې سپوږمۍ وه او علت یې دا دی چې د سپوږمۍ مدار ځمکې ته د نور کله پرتله ډېر نژدی شوی و.

ورځپاڼه لیکي له پخوا راهیسې د فبرورۍ په میاشت کې بشپړه سپوږمۍ په واورینې او د لوږې په سپوږمۍ مشهوره ده ځکه چې په همدې میاشت کې ډېرې واورې کېږي او دا چې دا میاشت د ژمي وروستې هغه ده نو خوراکي توکي په کې لږ وي.

ورته مطالب