د افغان کډوال د ویستلو مخالفه سوېډنۍ جرمانه شوه

الین ارسون د انځور حقوق AFP
Image caption ۲۱ کلنې الین هغه مهال خپل اعتراض له فېسبوک څخه په ژوندۍ بڼه خپور کړی و.

هغه سوېډني فعاله چې د یوه افغان کډوال د ویستلو مخنیوی یې کړی و ۳۲۴ ډالره جریمه شوه.

محصلې الین ارسون په هغه الوتکه کې ټکټ اخیستی و چې فکر یې کاوه یو افغان کډوال بېرته افغانستان ته پکې لېږل کېږي، نوموړې تر هغې په چوکۍ نه کښېناسته چې افغان کډوال نه وي خلاص شوی.

که څه هم د الین د نظر وړ افغان کډوال په هغې الوتکه کې نه و چې نوموړي فکر کاوه، خو یو بل افغان چې د بند موده يې هم پوره کړي وه له سوېډنه په همدې الوتکه کې ویستل کېده.

د جولای له میاشتې راهیسې دواړه افغانان له سوېډنه ویستل شوي دي.

۲۱ کلنې الین هغه مهال خپل اعتراض له فېسبوک څخه په ژوندۍ بڼه خپور کړی و.

هغې په الوتکه کې مسافرو او خدماتي پرسونل ته خبرې کولې ویل يې، که دا سړی افغانستان ته ولېږئ وبه وژل شي او په په زوره غږ يي ټينګار کاوه "د یوه کس د ژغورنې لپاره به هر هغه څه وکړم چې له لاسه مې کیږي او الوتکه تر هغې د پرواز اجازه نه لري چې یو کس هم ولاړ وي".

د الین دا کار هغه مهال له تود او پراخ هر کلي سره مخ شو خو ځینو نورو اغلي الین په ځان ښودنې تورنه کړه خو له دې ټولو سره د نوموړي دا کار هغه مهال په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپور شو.

په دغې ویډیو کې لیدل کیږي چې د الوتکې خدماتي ډله او مسافر هڅه کوي چې نوموړي په خپل ځای کې په کېناستلو راضي او د ویډیو له خپرولو يې ودروي.

الین د پرلپسې اعتراض وروسته د ۵۲ کلن افغان کډوال او د ده له ساتونکي سره یو ځای له الوتکې وویستل شول.

سوېډن هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لیږي چې د پناه غوښتنې يي رد کیږي.

د انځور حقوق facebook/elin.k.ersson
Image caption الین د پرلپسې اعتراض وروسته د ۵۲ کلن افغان کډوال او د ده له ساتونکي سره یو ځای له الوتکې وویستل شول.