سپاه پاسدارن: ایران کې موټر بم برید پاکستاني کړی

د انځور حقوق FARS
Image caption برید جنرال محمد پاکپور وايي، د یوې ښځې نیولو سره یې نوره ډله هم پیدا کړه.

د ایران د سپاه پاسدران د ځمکنیو ځواکونو مشر محمد پاکپور وايي، د دغه هېواد سیستان بلوچستان کې د سپاه پر سرتېرو د موټر بم برید پاکستاني وګړي کړی دی.

برید جنرال محمد پاکپور دا کس حافظ محمد علي بولي او زیاتوي چې په دې تړاو یې دوه پاکستاني وګړي نیولي هم دي.

هغه وايي، د دې پېښې بل ورک شوی کس هم پاکستانی دی.

تېره اونۍ د سیستان بلوچستان له مرکز زاهدان سره په خاش کې په دغو سرتېرو برید وشو چې له امله یې ۲۷ سرتېري ووژل او ۱۳ ټپیان شول.

جیش العدل د دې برید مسوولیت منلی دی، خو برید جنرال پاکپور د دې ډلې او د نیول شویو کسانو په تړاو نور څه ونه ویل.

* "پنټګان پر ایران د هوایي بریدونو پلان جوړ کړی و"

* "ایران کې د سپاه پاسدران پر مرکز برید شوی"

نوموړی زیاتوي چې د موټر بم له پاتې شونو یې دا کس پېژندلی او وروسته د قدس ځمکنیو ځواکونو استخباراتي او عملیاتي قرارګاه د دوی د ملاتړې ډلې او هغو کسانو چې دا موټر بم یې برابر کړی و د نیولو او له منځه وړلو عملیات پیل کړل.

ښاغلی پاکپور وايي، دې دوسیه کې لومړني شواهد د یوې ښځې نیولو سره برابر شول او وروسته نور کسان وپېژندل او ونیول.

"دې ډلې ډېر مهمات او تجهیزات برابر کړي وو او هوډ یې درلود د دلوې په ۲۲ د اسلامي انقلاب د کلیزې په ورځ برید وکړي خو بریالۍ نه شوه".

د دوشنبې په ورځ سپاه په یوه بیان کې وویل چې درې کسان یې د وروستۍ پېښې په تړاو نیولي او ۱۵۰ کیلوګرامه تیار باروت او ۶۰۰ کیلوګرامه تیارېدونکي باروت او ډېره اندازه وسله او مهمات یې ګیر کړي دي.

د انځور حقوق fars
Image caption دغه برید کې د سپاه ۲۷ سرتېري ووژل او ۱۳ ټپیان شول

ایران پاکستان جیش العدل ته په خپله خاوره کې په پنا ور کولو تورنوي او خبرداری ور کوي چې که اسلام اباد د دې ډلې پرضد ګام پورته نه کړي، تهران به د پاکستان خاوره کې د هغې پرضد عملیات وکړي.

ایراني چارواکي سعودي او امارات هم د جیش العدل په مالي ملاتړ تورنوي.

د ایران د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال محمد باقري د سې شنبې په ورځ وویل، چې د ایران او پاکستان ترمنځ یوه برخه پوله پرانیستې او له امله یې دغه هېواد ته ترهګر ور اوړي.

هغه زیاته کړه چې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي برخه کې یې له پاکستان سره خبرې کړې او هیله من دی چې د دا ډول پېښو مخنیوی وشي.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له ایراني سیال سره خبرو کې د وروستي برید په هکله پلټنو کې د همکارۍ وړاندیز کړی و.

هغه دا هم ویلي و چې په دې تړاو یو پلاوی به د خبرو لپاره ایران ته لاړ شي.

ورته مطالب