فرانسه کې د یهودانو د قبرونو سپکاوی شوی

یهودان د انځور حقوق Reuters
Image caption پېښه سټراسبورګ ښار ته نږدې یوه کلي کې رامنځته شوې

د فرانسې په ختیځ کې د یهودانو په یوه هدیره کې پر شاوخوا ۸۰ قبرونو د جرمن نازیانو پوځي نښانونه رسم شوي او د قبرونو سپکاوی شوی. ځایي چارواکو پر قبرونو جوړ نښانونه د سه شنبې پر ورځ ولیدل.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په اروپا کې د یهودانو پر ضد کرکه ډېره شوې ده، او ټاکل شوې ده چې په ټوله فرانسه کې د دې کرکې پر ضد لاریونونه وشي.

له دې پېښې وروسته د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکغون سټراسبورګ ښار ته نږدې یادې هدیرې ته ورغلی او له ځایي خلکو سره یې خواخوږي کړې او ملاتړ یې څرګند کړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر مکغون د سه شنبې پر ورځ یادې هدیرې ته ورغی او ځایي خلکو سره یې خواخوږي وکړه

د اسرائیلو د کډوالو د چارو وزیر یووا ګالنټ هم پر فرانسه مېشتو یهودانو غږ کړی چې "خپل کور اسرائیلو" ته ور ستانه شي.

د اسرائيلو کې رسمي شمېرې ښیي چې تېر کال هم څه باندې دوه نیم زره یهودان له فرانسې نه اسرائیلو ته کډه شوي دي.

په اروپایي هېوادونو کې تر ټولو ډېر یهودان په فرانسه کې اوسي، چې شمېر څه باندې نیم ملیون ته رسي.

رسمي شمېرې ښیي چې په ۲۰۱۷ کال کې په فرانسه کې د یهودانو پر ضد ۳۱۱ د کرکې او بریدونو پېښې ثبت شوې وې، خو په ۲۰۱۸ کال کې دا شمېر ۵۴۱ ته ورسېد.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سه شنبې پر ورځ د فرانسې ګڼو ښارونو کې له یهودانو د کرکې او پر هغوی د بریدونو ضد لاریونونه وشول

نن سه شنبه ټاکل شوې ده چې د فرانسې ۱۴ سیاسي ګوندونو د دې هېواد په کابو ۶۰ ښارونو کې د یهودانو ضد کرکې او بریدونو خلاف لاریونونه وکړي.

د کورنیو چارو وزیر کرېسټوفر کسټنر خبرداری ورکړی چې د یهودانو ضد کرکه د زهرو په څېر په فرانسوۍ ټولنه کې په خورېدو ده.

یهودي ډلې هم اندېښنه ښیي چې په اروپا کې ښي لاس ډلې د دوی او نورو لږکیو پر ضد کرکه خوروي.

په جرمني کې هم رسمي شمېرې ښیي چې په تېر یوه کال کې د یهودانو پر ضد کرکجنې پېښې، په ځانګړې توګه فزیکي بریدونه ۱۰ سلنه ډېر شوي دي.

د دغو بریدونو پړه پر ښي لاسه سخت دریځو ډلو او اسلامپالو ډلو اچول کېږي.

ورته مطالب