له داعشۍ نجلۍ د برتانیا تابعیت واخیستل شو

شمیمه
Image caption شمیمه بنگلديش توکمي ده او برتانوي چارواکي وايي، خپل ټاټوبي ته تلی شي.

د برتانیا د بهرینو چارو وزارت چارواکي وایي، له هغې ۱۹ کلنې نجلۍ د برتانیا تابعیت بېرته اخیستل شوی چې په ۲۰۱۵ کال کې له دوو نورو نجونو سره سوریې ته تللې او له داعش ډلې سره یو ځای شوې وه.

شمیمه بېګم د حکومت پر دې پرېکړه خپګان څرګنده کړی، او وایي اوس به هڅه کوي چې د خپل هالنډي مېړه په مرسته د هالنډ تابعیت وغواړي.

برتانوي چارواکي وایي،له شمیمه بېګم تابعیت اخیستل ځکه شوني وو چې هغه بنګله دېشۍ توکمه ده او کولی شي د یو بل هېواد تابعیت واخلي.

د شمیمه بېګم د کورنۍ وکیل تسینم اکونجي ویلي، د برتانیا د حکومت پر دې خبره سخت خواشیني دی او د دې کار د مخنیوي لپاره به له هرې قانوني لارې کار اخلي.

شمیمه بېګم په سوریه کې له څلور کلن ژوند وروسته تېره اونۍ په هغه پنډغالي کې وموندل شوه چې د اسلامي دولت‌ وسلوالو کورنۍ پکې دیره دي.‌

کوردۍ ملیشه د دې پنډغالي کنترول پر غاړه لري او د داعش ګڼ شمېر وسلوال هم همدې ملیشې ته تسلیم شوي دي.‌

شمیمه بېګم د موندل کېدو پر وخت میندواره وه او څو ورځې وړاندې یې زوی وزېږاوه.‌ اوس شمیمه بېګم غواړي چې بېرته برتانیا ته ستنه شي او خپل زوی هلته لوی کړي.

خو یو شمېر کسان د هغې د را ستنېدو په اړه اندېښمن دي او د دې هېواد ملي امنیت ته یې جدي ګواښ بولي.

د انځور حقوق PA
Image caption شمیمه ۱۵ کلنۍ کې او پر ۲۰۱۵ کال له برتانیا د داعش سره یو ځای شوه.

د نړیوال قانون له مخې برتانیا یو وګړی په بشپړه توګه بې تابعیته یا بې هېواده کولی نه شي. خو اوس برتانوی حکومت فکر کوي چې شمیمه بېګم د بنګله دېش تابعیت ترلاسولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې پخپله شمیمه بېګم وایي، د بنګله دېش تابعیت پاسپورټ نه لري او هېڅکله یې هلته سفر هم نه دی کړی.

ویل کېږي د برتانیا حکومت د شمیمه بېګم مور ته- چې په لندن کې اوسي- یو لیک ور ولېږلی او هغې ته یې سپارښتنه کړې چې خپله لور د حکومت له پرېکړې خبره کړي.

په دې قضیه کې یوه بله قانوني پېچلتیا د شمیمه بېګم د نوي زېږېدلي ماشوم ده.

د برتانیا د قانون له مخې که د زوکړې پر وخت د یو ماشوم مور یا پلار د برتیانیا تابعیت ولري نو هغه ماشوم هم د دې هېواد تابعیت ترلاسوي.

Image caption د شمیمه کیڼ اړخ ته دوه نورې برتانوۍ چې له داعش سره یو ځای شوې وې.

دا په دې مانا ده چې د شمیمه بېګم زوی قانوناً د برتانیا تبعه یا وګړی دی.‌ خو پوښتنه دا ده چې که پخپله شمیمه بېګم بېرته برتانیا ته نه پرېښول کېږي نو د زوی برخلیک به یې څه وي.‌

د شمیمه بېګم مور او پلار وایي، د برتانیا حکومت یې لور محکمې ته حاضرولی شي، خو دوی ته دې اجازه ورکړي چې د هغې نوی زېږېدلی ماشوم وساتي.

شمیمه بېګم په ۲۰۱۵ کال کې سوریې ته له رسېدو وروسته د داعش ډلې له یوه بهرني وسلوال سره واده وکړ.

د هغې لومړني دوه اولادونه ژوندي پاتې نشول او دا یې دریم ماشوم دی چې اوس د کډوالو په یوه پنډغالي کې زېږېدلی.

د هغو دوه نورو مسلمانو برتانویو پېغلو برخلیک هم لا نه دی مالوم چې له شمیمه بېګم سره یو ځای سوریې ته تللې وې.