ورځپاڼې: سعودي له پاکستانه څه غواړي؟

ولیعهد محمد بن سلمان د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیویارک ټایمز لیکي پاکستان د شهزاده بن سلمان سفر تاریخي وباله، هندي چارواکي هم هند ته د هغه سفر تاریخي بولي خو یوازې هغه کسان چې له تاریخ نه خبر نه دي د هرې بګۍ تېریدل یوه تاریخي پېښه بولي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي هغه څه دي چې سعودي عربستان او پاکستان سره متحد ساتي؟ مطلب کې وړاندې راغلي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په داسې حال کې له پاکستانه خپل اسیايي سفر پیل کړ چې هند له پاکستانه ته تېره اونۍ د هغه برید د غچ اخیستلو ګواښ کوي چې د کشمیر په پلوامه کې شو او له څلویښتو ډېر هندي پوځیان په کې ووژل شول.

ورځپاڼه لیکي هېڅوک تمه نه لري چې شهزاده بن سلمان به د پاکستان او هندوستان ترمنځ چې یو ځل بیا جګړې ته سره نژدي شوي د کړکېچ د کمولو له پاره څه وکړي خو باید د چا پلوي هم ونه کړي.

نیویارک ټایمز لیکي پاکستان د شهزاده بن سلمان سفر تاریخي وباله، هندي چارواکي هم هند ته د هغه سفر تاریخي بولي خو یوازې هغه کسان چې له تاریخ نه خبر نه دي د هرې بګۍ تېریدل یوه تاریخي پېښه بولي.

د لیکوال اشاره ښايي هغې بګۍ ته وي چې پاکستان کې شعودي شهزاده په کې ولېږدول شو.

ورځپاڼه لیکي پاکستان ته د سعودي د ولیعهد له سفر سره، په ایران کې له انقلاب او په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل وروسته زړې خاطرې تازه شوې چې پاکستان ته به یې له کمونستانو سره د جګړې په خاطر ډېرې پېسې ورکولې، اوس بیا ایران پر پاکستان د دوو ځانمرګو بریدونو پړه اچوي چې د انقلابي ګارد ۲۷ کسان یې ووژل، ورځپاڼه لیکي پاکستان ښايي د سعودي مرستو ته خوشحاله وي خو باید فکر وکړي چې سعودي به ترې د خپلو مرستو په بدل کې څه وغواړي؟

ښځې د ماشوم زیانول کنترول بولي تر عنوان لاندې پاکستانۍ ډاڼ ورځپاڼه لیکي په پاکستان کې هر کال څلور اعشاریه دوه مېلیونه میندوارۍ بې پلانه وي او څلور پنځوس سلنه یې زیانېږي.

ورځپاڼه لیکي دا د یوې امریکايي ادارې له خوا د ترسره شوې څیړنې پایله ده هغه هم په داسې حال کې چې څو کاله پخوا د ماشومانو د زېږولو د کنټرول کمپاین چې شعار یې و دوه بچیان ښه دي، مذهبي مشرانو او هغو چې غواړي له هند سره د سیالۍ په خاطر نفوس ډېر شي دغه کمپاین له مینځه یوړو.

اوس مال د هند د یو اعشاریه دوه ملیاردو نفوس پر وړاندې د پاکستان نفوس ۲۰۷ مېلیونه نفوس دی چې له امله یې د دې هېواد سرچینې د نفوس په تناسب له حده ډېرې کمې شوې او کارپوهانو په راتلوونکو کلونو کې د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی دی.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption حکومت استدلال کوي سره له دې چې سترې محکمې د درې ځله طلاق ویلو سره د طلاق په ورکولو بندیز لګولی په هېواد کې د طلاق ځیني پېښې رپوټ شوي چې په همدې ډول یعنې درې ځله طلاق ویلو ورکړل شوي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي د هند کابینې ښځو ته د طلاق ورکولو په خاطر درې ځله د طلاق ټکي کارولو عمل د یو جرم په توګه منلی خو د دې لپاره چې په دې هکله حکومتي فرمان قانون شي باید په پارلمان کې تصویب شي او پارلمان کې په دریم ځل هم تصویب نه شو.

ورځپاڼه وايي د حکومت له خوا به دا فرمان چې لومړی وزیر نرنیدرا مودي یې په بشپړه توګه ملاتړ کوي تر راتلوونکو پارلماني ټاکنو پورې عملي وي او بل پارلمان به یې د تصویب یا ردولو پرېکړه کوي.

هندوستان ټایمز لیکي دا په هند کې یوه لانجمنه موضوع ده، مخالف ګوندونه ورسره مخالفت لري، نو که دا په پارلمان کې تصویب هم شي نو په مشرانو جرګه کې نه تصویبېږي ځکه چې په مشرانو جرګه کې اکثریت د مخالفو ګوندونو دی.

حکومت استدلال کوي سره له دې چې سترې محکمې د درې ځله طلاق ویلو سره د طلاق په ورکولو بندیز لګولی په هېواد کې د طلاق ځیني پېښې رپوټ شوي چې په همدې ډول یعنې درې ځله طلاق ویلو ورکړل شوي.

ورته مطالب