پر روسي پوځیانو د ځیرک تیلیفون کارولو بندیز

پوځیان د انځور حقوق Tass/Getty Images
Image caption روسي پوځیان نور زیرک تیلیفون نشي کارولی

د روسیې ولسي جرګې د یو قرارداد په منلو سره د دې هېواد پر پوځیانو د دندې پر وخت د ځیرک تیلیفون پر کارولو بندیز لګولی دی. اوس به دا ګام د تصویب لپاره د مشرانو جرګې ته استول کېږي او بیا به ولسمشر ولادمیر پوتین پرې لاسلیک کوي، چې ورسره به دا قرارداد په قانون بدل شي.

دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي چې په ټولنیزو شبکو کې د روسي پوځیانو فعالیت د دې هېواد د ملي امنیت په اړه اندېښنې را پورته کړې.

د دې نوي قانون له مخې، روسي پوځیان نور داسې تیلیفون نشي کارولی چې عکس او یا ویډیو اخلي، یا انټرنېټ پکې کارېدلی شي.

دوی همدا راز د خپل کار په اړه لیکل نشي کولی، او نه هم له خبریالانو سره غږېدلی شي.

د روسیې د ولسي جرګې یا دوما د ۴۵۰ غړو له ډلې څه باندې ۴۰۰ وکیلانو د دې قانون په تائید رایه ورکړه.

د نوي قانون له مخې پوځیان یوازې هغه تیلیفون کارولی شي چې زنګ ترې کېدای شي او عادي پيغام استول کېدای شي، خو د ځیرکو تیلیفونونو، ایپډونو او لپټاپ کمپیوټرو پر کارولو بندیز لګېدلی.

د انځور حقوق Tass/Getty
Image caption روسي پوځیانو ته سپارښتنه شوې چې ان سېلفي عکس دې هم نه شریکوي

په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو د روسي پوځیانو فعالیت د دې سبب شوی چې ځینو خبري شبکو د روسيې حساسو پوځي مالومات ته لاسرسی موندلی.

د بېلګې په توګه روسیې په اوکراین کې تر ډېره له خپل پوځي شتون نه انکار کاوه، خو یو شمېر پوځیانو داسې پوسټونه کړي وو چې په اوکراین کې د دوی شتون یې ثابتولو.

چارواکي وایي، دا ګام یې ځکه اخیستی چې د روسیې د پوځ په اړه محرم مالومات د بهرنیو استخباراتو لاس ته ورنشي.

له ۲۰۱۷ کال راهیسې روسي پوځیانو ته د ټولنیزو شبکو د کارولو په اړه خبرداری ورکول کېږي، او ان د سېلفي عکس شریکولو اجازه هم نلري.

ورته مطالب