د ترکمنستان پولیس د ښځو موټر نیسي

د انځور حقوق VALERY SHARIFULIN\TASS VIA GETTY IMAGES

ترکمنستان کې ښځې وايي، چې د دغه هېواد حکومت په بې بنسټه دلیلونو سره د دوی د موټروانۍ اجازه لیک ترې اخلي.

له دې هېواد داسې رپوټونه هم شته چې حکومت غواړي ښځې له موټروانۍ بې برخې کړي.

د ترکمستان د اپوزیسون مشهوره وېبپانه "کرونیکل او ترکمنستان" لیکي، له نږدې یوې اونۍ راهیسې د موټروانۍ او لارښوونې پولیسو څلور کسیزې ډلې د پلازمېنې عشق اباد په بیروباري سیمو کې داسې موټر دروي چې ښځې یې چلوي او په یوه بله پلمه یې ترې نیسي.

شاهدانو دې وېبپاڼې ته ویلي: "پولیس د ښځو ګاډو کې کومې تېروتنې ته اشاره نه کوي، خو د موټر د توقیفولو لپاره په ځیرتیا سره دلیلونه ګوري. د لومړنیو مرستو د توکو نشتوالی، د اور وژنې ډبې او جک نه لرل بس دي چې ور سره موټر توقیف یا ونیول شي. که کومه ښځه د پولیسو پارکینګ ته موټر نه بیايي، نو دوی یې په ځانګړي موټر کې وړي".

شاهدان وايي، ۲۰ داسې موټر یې د پولیسو تلاشۍ سره لیدلي چې ښځو چلول.

ویل کېږي هره ورځ دا ډول له ۹۰ تر ۱۲۰ ګاډي نیول کېږي.

موټرواني پرېښودل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ترکمسنتان د کورنیو چارو وزیر ښځې د موټرو د ټکر اصلي لامل بولي.

کرونیکل وېبپاڼه لیکي داسې ښکاري چې حکومت دا ډول هڅو سره غواړي ښځې له موټروانۍ منع کړي.

پولیسو تر اوسه د ښځو د موټروانۍ بندولو په هکله څه نه دي ویلي، خو یوه شاهد د ازادۍ راډیو خبریال ته ویلي چې له یوه پولیس یې واورېدل:

"موږ ته امر شوی چې ښځې د ښار اصلي سړکونو کې د موټروانۍ حق نه لري".

پولیسو کې یوې سرچینې اېن اېن ټي وېبپاڼې ته ویلي د ترکمنستان د کورنیو چارو وزیر سیکندر مولیکوف چې ډیسمبر میاشت کې د کلني رپوټ اورولو لپاره ولسمشر ته ورغلی و، نو ښځې یې د ټکر اصلي لامل وبللې او له ولسمشر یې وغوښتل چې دا حالت سم کړي.

دې خبریال دا هم وویل چې یو نالیکلی بندیز پر ښځینه پولیسو هم تپل کېږي.

یوې پولیسې ازادۍ راډیو ته وویل: "تېره اونۍ د ګزمې ټولو مامورانو ته وویل شول چې سړکونو کې موټرواني نشي کولی، موږ باید خپل موټر خپلو مرکزونو کې پرېږدو".

د کرونیکل وېبپاڼې د لیکنې له مخې ځینې کسان له یو کال راهیسې د موټروانۍ اجازه لیک ور کولو کې د ښځو سره د توپیري چلن له امله حیران دي.

ترکمنستان د شخصي پرېکړو له مخې د عجیبو غریبو قوانینو په رامنځ ته کولو مشهور دی.

لکه ځوانان اوږده ږیره او برېتونه نشي پرېښودلی او همدارنګه په عشق اباد کې د ودانیو بهر لور ته د هوا پاکوونکو وسیلو پر لګولو بندیز دی.

دا داسې قوانین دي چې ښکاري د پخواني ولسمشر صفر مراد نیازوف او د هغه د ځایناستي قربان قلي بردي محمدوف په امر شوي دي.

کرونیکل وېبپاڼه وايي، د دې امرونو بهیر ګړنۍ یا شفاهي بڼه لري: "اول په زور اجرا کېږي او وروسته کم اغېز کېږي او بل امر پسې راځي".

حالت سم کړئ

د انځور حقوق Turkmen Government
Image caption د ترکمنستان ولسمشر موټرو سیالۍ کې ګډون کړی دی.

لا هم مالومه نه ده چې څوک د نوي بندیز تر شا دي، خو د ترکمسنتان ولسمشر بردي محمدوف د موټروانۍ قوانینو سره حساس دی.

د مثال په ډول اېن اېن ټي وېبپاڼه وايي: څلور کاله مخکې چې پر تورو موټرو بندیز ولګېد، له تېرې میاشتې راهیسې بیا پیل شوی

دا او کرونیکل وېبپاڼه لیکي، پر تورو ګاډو بندیز د ولسمشر یو هوس دی.

یوې سرچینې اېن اېن ټي ته ویلي ولسمشر له کلونو راهیسې له سپین رنګ سره مینه لري.

کرونیکل وېبپاڼه هم وايي، چې ولسمشر باوري دی سپین رنګ بختور دی.