ټرمپ: د "داعش ناوې" امریکا ته ستنېدلی نه شي

خانواده هدی مثنی می‌گویند او متولد خاک آمریکاست و در ایالت نیوجرسی به سال ۱۹۹۴ به دنیا آمده است د انځور حقوق AFP
Image caption د مثنا کورنۍ وايي، لور یې پر ۱۹۹۴ کال د امریکا نیو جرسي ایالت کې زېږېدلې ده.

د امریکا ولسمشر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، هودا مثنا ته د ستنېدلو اجازه ور نه کړي چې د متحده ایالتونو له الاباما څلور کاله مخکې سوریې ته لاړه او داعش سره یو ځای شوه.

خو د مثنا کورنۍ وايي، لور یې امریکا کې زېږېدلې او باید له خپل ۱۸ میاشتني ماشوم سره متحده ایالتونو ته ستنه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم یوه بیان کې وايي: "هودا مثنا امریکايي نه ده، امریکا ته د تللو لپاره کوم قانوني بنسټ هم نه لري. نه امریکايي پاسپورټ لري او نه هم د دې پاسپورټ د ترلاسولو حق لري او نه هم د متحده ایالتونو د ویزې اخیستلو حق لري. موږ خپلو وګړو ته دا هم وایو چې سوریې ته لاړ نه شي".

له دې بیان څو ګړۍ وروسته ډونلډ ټرمپ یوه ټویټ کې وویل چې امریکا ته یې د دې مېرمنې د تګ د مخنیوي امر کړی.

دا په داسې مهال ده چې خپله هودا مثنا وايي، امریکا کې زېږېدلې او له امریکايي پاسپورټ سره څلور کاله مخکې ترکیې او له هغه ځای سوریې ته لاړه.

نوموړې هغه وخت ۲۰ کلنه او الاباما ایالت کې زدکوونکې وه.

هغې خپلې کورنۍ ته ویلي و چې د یوه پوهنتوني کار لپاره ترکیې ته ځي.

د مېرمن مثنا کیسه د شمیمه بېګم په نوم د برتانیا د هغې وګړې په څېر ده چې سوریې ته لاړه، خو اوس یې د بهرنیو چارو وزارت د ستنېدو غوښتنه رد کړې ده.

شمیمه بېګم پر ۲۰۱۵ کال د ښوونځي له دوو ملګرو سره ترکیې او بیا سوریې ته لاړه.

هلته یې د داعس له وسلوال سره واده وکړ او اوس د سوریې شمال کې د کوردانو یوه اډه کې بندۍ ده.

شمیمه څو ورځې مخکې زوی وزېږاوه او بي بي سي ته یې وویل چې برتانیا ته د تللو نېت لري، چې هلته خپل زوی لوی کړي.

هودا مثنا هم له داعشیانو سره درې ځلې نکاح شوې او اوس یو ۱۸ میاشتنی زوی لري.

په ورته مهال د مثنا وکیل حسن شیبلي وايي، "خندوونکې" ده چې ټرمپ اروپايي هېوادونو غوښتي خپل داعشي وګړي ومني، خو اوس یې چې د خپلو امریکايي وګړو وار دی، نو ځان تېروي.

هغه له اې بي سي نیوز تلوېزون سره خبرو کې زیاته کړه: "د ټرمپ حکومت د خپلو وګړو د تابعیت د سلبولو لپاره ناسمه لار غوره کړې ده".

دی ټینګار کوي چې هودا مثنا امریکايي وګړې ده، معتبر امریکايي پاسپورټ لري. یوه میاشت له هغه وروسته چې پلار یې له ډیپلوماټیکې دندې بېلېږي، د ۱۹۹۴ کال اکتوبر کې د نیوجرسي په هکنسک ښار کې زېږېدلې ده.

امریکايي رسنۍ وايي، د هودا مثنا پلار د یوه ډيپلوماټ په توګه له یمن امریکا ته تللی، وروسته متحده ایالتونو کې مېشت شوی او بیا یې د دغه هېواد وګړتوب ترلاسه کړی دی.

د انځور حقوق PA
Image caption شمیمه بېګم پر ۲۰۱۵ کال چې ۱۵ کلنه وه له داعش سره یو ځای شوه.

ځینې څارونکی وايي، که د هودا د زېږون پر مهال د هغې پلار ډیپلوماټ و، نو دا امریکايي وګړې نه حسابېږي، ځکه د ډيپلوماټیکو قوانینو له مخې سره له دې چې د هغې پلار امریکا کې و، خو د خپل هېواد قانون پرې پلی کېده.

خو د هودا مثنا د کورنۍ وکیل وايي، د هغې له زېږون میاشت مخکې یې پلار له دندې استعفا کړې وه او امریکا کې پاتې شوی و.

په ورته مهال نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، هغه ویډیو کې چې سوریې ته د هودا تګ ښيي نوموړې له ځان سره امریکايي پاسپورټ لري.

مثنا له داعش سره تر یوځایېدو وروسته په ځلونو خواله رسنیو کې د دې ډلې په ګټه تبلیغ وکړ او ان ویل کېږي چې یوه ویډیو کې د امریکايانو د وژلو غوښتنه کوي.

خو اوس له اې بي سي سره مرکه کې په تېرو کړنو سخته پښېماني ښيي او مني چې داعش یې مغز ور مینځلی و او اوس تیاره ده چې د محاکمې لپاره امریکا ته ستنه شي.

هودا مثنا، شمیمه بېګم او څو نورې ښځې چې له لوېدیځو هېوادونو له داعش سره یو ځای شوي د داعش ناوې بلل کېږي.