د ایران د پارلمان غړی: له پاکستان سره باید پوله وتړو

د انځور حقوق Irib

د ایران پارلمان کې د زاهدان استازی حسین علي شهریاري له خپل حکومت غواړي چې له پاکستان سره خپله پوله وتړي.

نوموړي د ایران د سپاه پاسدران پر ځواکونو د تېرې اونۍ برید ته په اشارې وویل، چې پاکستان د پولو برخه کې پر خپله دنده عمل نه کوي، ځکه باید ور سره پوله وتړل شي.

تېره اونۍ د سیستان بلوچستان له مرکز زاهدان سره په خاش کې په دغو سرتېرو برید وشو چې له امله یې ۲۷ سرتېري ووژل او ۱۳ ټپیان شول.

د ایلنا د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړه: دا ټول باروت له کوم ځای زموږ هېواد ته راوړل شوي، چې یوه لوی ګاډی ور سره ډک شو او ځانمرګی برید ور سره وشو.

دا برید تېر پنجشنبه د سیستان بلوچستان سره هغه مهال وشو چې ایراني سرتېري یوه موتر کې له دندې وروسته خپل مرکز ته روان و.

جیش العدل د دې برید مسوولیت منلی دی.

د ایران د سپاه پاسدران د ځمکنیو ځواکونو مشر محمد پاکپور د پرورۍ پر ۱۹ وویل، دغه پاکستاني وګړي کړی دی.

برید جنرال محمد پاکپور دا کس حافظ محمد علي وباله او زیاته یې کړه، چې په دې تړاو یې دوه پاکستاني وګړي نیولي هم دي.

ورته مطالب