"هند د خپلې برخې اوبه پاکستان ته نشي ور کولی"

ګډکري
د عکس تشریح،

د هند د کابینې یو غړی ګډ کري وايي، پاکستان ته پر تلونکو سیندونو د بندونو جوړولو کار روان دی.

هند وايي، د سیند طاس تړون له مخې د خپلې برخې د دریو سیندونو اوبه یې پاکستان ته نشي بهېدلی او دوی یې کشمیر او پنجاب کې کاروي.

د هند د کابینې د یوه غړي نتن ګډکري دفتر له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې دا یوه بېړنۍ پرېکړه ده او له سیند طاس تړون سره کومه اړیکه نه لري.

هند کې ځینې رسنۍ وايي، نوي ډېلي له پلوامه برید وروسته پرېکړه کړې چې پاکستان ته د دریو سیندونو د بهېدو مخه ونیسي.

خو د ګډکري دفتر وايي، دا پرېکړه له پلوامه برید سره کوم تړاو نه لري. هغه دا هم زیاتوي چې د سیند طاس تړون به په خپل ځای وي.

د ګډکري دفتر زیاتوي د راوي، ستلج او بیاس د برېښنا بند جوړېدو سره دا اوبه درېږي، د شاه پور کنډي برېښنا بند جوړولو کار هم له پلوامه برید مخکې روان و. اوس کابینې د دوو نورو بندونو د جوړولو پرېکړه هم کړې ده.

له دې مخکې د پنجشنبې په ورځ نتن ګډ کري یوې غونډې ته وویل، چې د هند له وېش وروسته درې سیندونه پاکستان او درې هم هند ته ورسېدل:

زموږ د دریو سیندونو اوبه پاکستان ته ځي او اوس مو درې پروژې پر پیل کړې چې دا اوبه بېرته جمنا ته راولو.

د سیند طاس تړون له مخې هند د خپلو سیندونو اوبه له پاکستان ته ور کوي.

د سیند طاس تړون څه دی؟

د عکس تشریح،

د هند لومړي وزیر جواهر لال نهرو او ایوب خان د سیند طاس تړون لاسلیک کړ.

پر ۱۹۶۰ کال د هند لومړي وزیر جواهر لال نهرو او د پاکستان ولسمشر ایوب خان دا تړون کړی و.

د دې تړون له مخې سیند کې د ګډېدونکو سیندونو اوبه په ختځو او لوېدیځو سیندونو ووېشل شوې.

سیند، جیلم او چناب اوبه پاکستان ته ور کړل شوې او د راوي، بیاس او ستلج اوبه هند ته ور کړل شوې.

دې تړون کې دا هم ویل شوي چې هند د خپلو سیندونو اوبه د هرڅه لپاره کارولی شي، د پاکستان سیندونو کې هم هند ته څه اندازه حق ور کړل شوی لکه برېښنا او کرنې لپاره محدود کارول یې.

پاکستان د هند په هغو اوبو د لویو برېښنا بندونو د جوړېډو مخالفت کوي چې دغه هېواد ته بهېږي.

ځکه د پاکستان د پنجاب او سیند صوبو کرنه په دې سیندونو خړوبېږي.