دا د نړۍ تر ټولو ښکلي انځورونه دي؟

برتانوي عکاس جل ویلهم د روان کال د نړیوال باغ انځورګرۍ کې لومړی ځای خپل کړ.

د شمالي یاک شایر اوسېدونکي ویلهم د ۵۰ هېوادونو ۱۹ زره کسانو ته ماتې ور کړه، اته زره پنځه سوه برتانوي پوڼډ یې وګټل.

د انځورونو نوم یې دی اورلوبه یا فایر ورک.

دې انځور کې د هغه خپل باغ کې د الییم په نوم ګل پورتنۍ برخه لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Jill Welham

ویلهم دا انځور د فوټو ګرام انځورګرۍ تخنیګ سره جوړ کړی دی.

دا مختلفو موادو سره برابرېږي او وروسته ابي رنګ کاغذ سره چاپېږي.

نوموړی وايي، دا انځور یې د لمر رڼا کې اخیستی دی.

دلته دې سیالۍ ته د وړاندې شوو ۱۳ نورو انځورګرانو تصویرونه هم شته.

ښکلي باغونه تصویر د ریچارډ بلوم دی، د برتانیا د انډګلېنډ په نارفولک کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Richard Bloom

ریچارډ بلوم وايي، د برزینګم کې دوبني باغونه له خپلې تېزې او چټکې رڼا ډک دي. ور سره چمن هم ښکاري.

د ایڼډریا پوزي انځور ( د سا اخیستلو وخت) د چېلي په پاټګونیا کې د یوه سیلاني پارک سره اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Andrea Pozzi

اینډریا پوزي وايي، لمر ختلی او پر شنو تېرېږي ماته احساس وشو چې د دې ځای اصلیت ثبتولو وخت دی.

هغه زیاتوي: د لمر ختو رنګ پر ځمکه په تېره غرونو باندې ښکلې رڼا اچوي او دا عجیب احساس لري.

د برتانیا د انګلېنډ د لندن د وسینزو ډي نوزو انځور په لږ ښکلا کې اول

د عکس سرچینه، Vincenzo Di Nuzzo

دی وایي: دې ښکلې منظورې زه هیښ کړی وم: هغه وخت مې واخیست، چې زما یوه ملګرې ورته حیرانه ولاړ وه.

د بالو چاو انځور ګرین بېلټ یا شنه پټه

د چین هانکانګ کې اخیستل شوی انځور

د عکس سرچینه، Halu Chow

هغه وايي، هڅه کوي ښار کې د بوټو ژوند انځور کړي

د امریکا واشنګټن ډي سي کې د کیتلین فوري انځور چې لوټس ټینګو نومېږي.

د عکس سرچینه، Kathleen Furey

هغه ایکواټک باغ کې د کنول ګل د غوړېدو د ټولو پړاوونو انځورونه سیالۍ ته وړانډې کړل.

د سووندي چندرا انځور

د اندونیزیا لامبوک کې اخیستل شوی.

د عکس سرچینه، Suwandi Chandra

سووندي چندرا وايي، د لمر ختو لپاره غره ته وخوت، منظره ښکلې وه

پاس غرونه او لاندې کلي و، ځکه یې دا انځور واخیست، چې کروندې، شنه او ان د توتۍ کرونده هم پکې ښکاري.

د بیري ټرمپ انځور د ایټالیا سوېلي ټایرول کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Harry Tremp

ټرمپ وايي، د اکتوبر یوه روښانه ورځ وه چې دا انځور یې واخیست.

د روبرټو مارچګیاني انځور مسټي باییو

د امریکا لوزیانا کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Roberto Marchegiani

لوزیانا د ځنګلونو او اوبو سیمه ده او له مسیسپي سیند سره نږدې ده.

روبرټو وايي، که څه هم دلته ماران، مګرمچ او نور وژونکي ژوي شته خو ښکلې منظورې هم لري.

د روبرټ ګبسن انځور ماونټ رینر ای دې مسټ

د امریکا د وانشګټن په یوه پارک کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Robert Gibbons

روبرټ ګبس وايي، له ډېر غور وروسته یې دا انځور اخیستی دی.

د جنتن نیډ انځور ستار لنګز

د برتانیا د وېلز ایالت په یوه پارک کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Jonathan Need

نېډ وايي، سختې واورې ډېرې مرغۍ د ده د باغ تر نللکې ور ورسولې.

د اروپايي باغونو فوټوګرافۍ ایوارډ اخیستونکی انځور

سکاټ سمپس د اسپانیا په انډوالوسیا کې اخیستی دی.

د عکس سرچینه، Scott Simpson

سکاټ سمپس وايي، دې سیمې ته د انځور اخیستلو لپاره ور بلل شوی و.

د جېک نیل انځور لیډیز اف دي کنیل

د برتانیا د انګلېنډ په ولټ شایر کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Jake Kneale

جېک نېل وايي، د کمرې د سترګۍ بدلولو سره یې د اوبو د څاڅکو انځور واخیست.

د جوسیلین بارسفار انځور چې د برتانیا انګلنډ کې یې اخیستی دی.

د عکس سرچینه، Jocelyn Horsfall

دی وايي، دې انځور کې د مختلفو بوټو او ونو د پاڼو غوره کولو یې انځور تر نورو ښه کړ.

د اینډیو پیټرز انځور چې د برتانیا د انګلېنډ په شروپ شایر کې یې اخیستی دی.

د عکس سرچینه، Andrew Peters

د ښکلو ګلونو هنر کټه ګورۍ کې شامل انځور

د ګلوریا کنګ دی او د چین ګوانزي ولایت کې یې اخیتسی دی.

د عکس سرچینه، Gloria King

د ډیانا انګلېش انځور

د اسټرالیا نیو سواوت ویلز کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Dianne English

د جیمز یاټیز انځور

د برتانیا د لندن په رایل بوټانګ باغونو کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، James Yates

د بوټو ښکلا ډلبندۍ کې انځور

د انیټي لیپل دی او د فرانسې اوبرون کې یې اخیستی دی.

د عکس سرچینه، Annette Lepple

دریمه جایزه اخیستونکی انځور

د سوینډي چندرا انځور چې د اندونیزیا جاوا کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Suwandi Chandra

د پار مرسیلیني انځور ونې او لرګي ډلبندۍ کې شامل شو.

د امریکا فلوریډا کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Paul Marcellini

د یان ایورل انځور

د فرانسې په بولونګ سر مر کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Yann Avril

د جنتن ایونز انځور د برتانیا د انګلېنډ په کفټن کورټ کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Jonathan Evans

د بل کوسټر انځور

د چین لي سیند کې کبګر ښيي.

د عکس سرچینه، Bill Coster

.