جاپاني وزیر د درې دقیقې ناوخته رسېدو له کبله بښنه غوښتې

یوشیتاکا ساکورادا د انځور حقوق Reuters
Image caption یوشیتاکا ساکورادا چې د انټرنیټي خوندیتوب وزارت چارې هم ورپرغاړه دي وايي، کمپیوټر نه کارووي

جاپان کې د اولمپیک چارو وزیر یوشیتاکا ساکورادا له هغه وروسته له ټولو هېوادوالو بښنه وغوښته چې د پنجشنبې پر ورځ یوې پارلماني غونډې ته درې دقیقې ناوخته ورسېد.

پارلمان کې د اپوزیسیون غړو غونډې ته د وزیر په ځنډ ورتګ خپلې دندې ته د هغه نه درناوی بللی او د پنځو ساعتونو لپاره یې د احتجاج په توګه د بودیجې اړوند غونډه کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

دوی پر وزیر ساکورادا له یو شمېر تېروتنو وروسته سختې نیوکې کړې. تېره اونۍ نوموړي وویل، د جاپان اولمپیک لوبو لامبوزنې ریکاکو ایکې د 'لیوکاییمیا ' ناروغۍ تشخیص مایوس کړی دی:

''هغه احتمالاً '۲۰۲۰ توکیو لوبو کې ' د سرو زرو مډال ګټونکې وه. داسې یوه ورزشکاره چې موږ ورته ډېره تمه لرو. زه رښتیا ډېر مایوس شوم ''

د غواګانو وزیر خپله څوکۍ بایلوده

"جاپان له نورو هېوادونو لا ډېر کارګر ور غواړي"

نوموړ له نیوکو وروسته بښنې غوښتو ته اړ ایستل شو. ۲۰۱۶ کال کې پر ښاغلي ساکورادا له دې کبله نیوکې شوې وې چې د جګړې پر مهال یې د جاپاني پوځیانو جنسي ارام لپاره په زور ساتل شوې ښځې 'مسلکي فاحشې ' بللې وې.

نوموړی چې د انټرنیټي خوندیتوب وزارت چارې هم ورپرغاړه دي پروسږ کال وویل، کمپیوټر یې نه دی کاروولی او تل یې خپل کارونه د وزارت کارکونکو ته سپارلي.

اپوزیسیون بیا-بیا د نوموړي استعفا غوښتنه کړې. که څه هم جاپان کې غونډو ته په ځنډ ورتګ ډېره غیر عادي چاره نه بلل کېږي، خو د شنونکو په اند دې قضیه کې د اپوزیسیون احتجاج ته د ښاغلي ساکورادا د ناکامۍ په نظر کتل کېږي.

روانه اونۍ 'اساهي شیمبون ' نومې ورځپاڼې یوه نظر پوښتنه وکړه چې آیا نوموړی د خپلې دندې لپاره مناسب کس دی او نه، ځواب کې یې ۶۵ کسانو هغه نامناسب او ۱۶ سلنه ګډونوالو هغه وړ کس وباله.

ښاغلی ساکورادا پروسږ کال اکتوبر کې پر دغه دنده ګومارل شوی و. نوموړی د ۲۰۲۰ کال توکیو اولمپیک لوبو پر مهال د انټرنېټي خوندیتوب چمتوالي چارې هم پر غاړه لري.

اړونده مطالب