له اسلام اوښتې دوې نورې سعودیانې تښتېدلې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ریم او روان: وېرېږو څوک به مو وتښتوي

سعودي دیپلوماتانو د هانګ کانګ پر هوايي ډګر د هغو دوو سعودي خویندو مخه نیولې، چې استرالیا ته یې د تېښتې هوډ کړی و.

د دغو خویندو (چې مستعار نومونه یې ریم او روان ښودل شوي) وکیل ویلي، موکلینو یې غوښتل له سعودي نه د هانګ کانګ له لارې استرالیا ته ځانونه ورسوي.

دا په کابو یوه میاشت کې دویم ځل دی چې له سعودي نه د نجونو د تې‍ښتې خبرونه برملا کېږي.

دا مهال د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د اسیا په سفر په چین کې تم شوی.

کابو یوه میاشت وړاندې، د رهف القنون په نامه یوه سعودۍ نجلۍ له کوره وتښتېده، چې د بنکاک پر هوايي ډګر یې ځان په یوه خونه کې بند کړی و او بېرته خپلې کورنۍ ته له ستنېدو یې ډډه وکړه.

همدا وو چې د کډوالۍ چارو نړیوالې ادارې استرالیا ته واستوله.

له سعودي نه د تښتېدلو دوو خویندو وکیل مایکل فیډلر ویلي: "دغه زړورې پېغلې په وېره کې اوسېدې او نه پوهېدې چې راتلونکی به یې څه خېل وي."

ویل کېږي دواړو نجونو اسلام پرېښی، په تېره ډیسمبر میاشت کې وروسته تر هغه چین ته ورسېدې، چې کورنۍ یې سریلانکا ته په چکر تللې وه.

دوی غوښتل د هانګ کانګ له لارې الوتنه کې استرالیا ته ولاړې شي، خو هلته یې سعودي دیپلوماتانو مخه نیولې ده.

دواړو خپل وکیل ته ویلي، سعودي دیپلوماتانو هڅه وکړه چې استرالیا ته د الوتنې له لغوه کېدو وروسته سعودي ته تلونکې الوتکې ته یې په زور وخېژوي.

خو په تېښته بریالۍ شوې او هانګ کانګ ته د سیلانیانو په توګه ننوتې او هلته ټیک پنځه میاشتې پټې وې.

د دوی وکیل وايي، موکلانې یې پوهېدې په هانګ کانګ کې د سعودي کونسل او مرستیال یې د دوی لار نیولې وه،‌ خو نور جزییات یې نه دي ورکړي چې دوی څرنګه دواړه وپېژندل.

په هانګ کانګ کې د سعودي کونسلګرۍ تر اوسه د رویټرز د دغه خبر په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د وکیل د څرګندونو پربنسټ، دغو سعودیانو ویلي: "د خپل ځان د سلامتیا لپاره له هېواده وتښتېدو او هیله مو دا ده په یوه داسې هېواد کې پنا راکړل شي چې د ښځو حقونو ته درناوی لري او د برابرښت پربنسټ چلن وکړي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption کابو یوه میاشت وړاندې، د رهف القنون په نامه یوه سعودۍ نجلۍ له کوره وتښتېده، چې د بنکاک پر هوايي ډګر یې ځان په یوه خونه کې بند کړی و او بېرته خپلې کورنۍ ته له ستنېدو یې ډډه وکړه.

په تېره نومبر میاشت کې د هانګ کانګ چارواکو دغو نجونو ته ویلي، سعودي چارواکو یې پاسپورټونه لغوه کړي او په هانګ کانګ ک د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې پاتېدی شي.

په سعودي کې لاهم پر ښځو یولړ محدودیتونه شه، چې یو هم بهر ته د سرپرست یا ولي تر اجازې پرته سفر نه شي کولی.

ورته مطالب