پیشو ته د ډیزاینر درې میلیونه ډالر میراث

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

لاګرفېلډ له ۱۹۸۳ کال راهیسې د جامو د ډیزاین د هغه مرکز مشر و، چې کوکو شانیل یې بنسټ اېښی و.

د نړیوال ډیزاینر کارل لاګرفېلډ له مړینې وروسته، اوس ګڼ خلک پوښتي چې نازدانه پیشو "شوپیت" به اوس څه کوي؛ ځکه چې څښتن یې ډېر اسوده ژوند ورته برابر کړی و.‌

خو پیشو باید اندېښمنه نه شي؛ ځکه چې د لاګرفېلډ له شتمنۍ څخه هغه د "یوې ځانګړې شوې برخې" د ملکیت مستحقه ده.

د رپوټونو له مخې، "شوپیت" به د دغه نړیوال مشهور ډیزاینر له کابو ۲۰۰ میلیون ډالر شتمنۍ څخه ۳ میلیون ډالر میراث وړي.

"شوپیت" هغه 'سیامي' پیشو ده چې لاګرفېلډ ته یوې ډیزاینرې ډالۍ کړې وه.

له هماغه وخته لاګرفېلډ خپلو مینه والو ته له نازولې "شوپیت" سره انځورونه خپرول.

"شوپیت" د ښکلا اړوندو توکو او د ګاډو د شرکتونو په ګڼو اعلانونو کې هم راڅرګنده شوې ده،‌ چې له برکته یې یوازې په یوه کال کې یادو شرکتونو او توکو جوړوونکو تر دوو میلیونو ډالرو ډېره ګټه کړې ده.

د لاګرفېلډ په مړینې سره به اوس "شوپیت" یوازې نه وي، بلکې ۲۴ ګړۍ به یې دوه خدمتګاران په خدمت کې وي.

پر ځمکه به هم خواړه نه خوري، بلکې په ځانګړي مېز به خواړه ورته اېښودل کېږي. د هغې د وېښتانو نازوونکی سمبالګر هم شته او ځانګړې غاړکۍ خو یې ډېر مینه وال لري.

دغه پیشو ته به په انسټاګرام او ټویټر هم فعالیت جاري ساتل کېږي او خپل څه باندې ۲۷۰ زره مینه وال به یوازې نه پرېږدي.

پر ټویټر او انسټاګرام د هغې انځورونه خپاره شوي، چې توره خولۍ یې پر سر ده. له انځور سره لیکل شوي "د ټولو له غمشریکۍ مننه کوم، خو زړه مې اوس ټوټه ټوټه دی، په ویر کې یم.".

لاګرفېلډ له ۱۹۸۳ کال راهیسې د جامو د ډیزاین د هغه مرکز مشر و، چې کوکو شانیل یې بنسټ اېښی و.

لاګرفېلډ‌ یوازېنی کس نه دی چې خپل نازولي حیوان ته یې د شتمنۍ د یوې برخې وصیت کړی، د جامو یوه بل مشهور ډیزاینر الکسندر ماکوین هم له خپلې ۱۷ میلیون ډالر شتمنۍ څځه ۶۰ زره ډالر تر مرګه د خپلو سپیو نازولو ته ځانګړي کړي وو.

ویل کېږي چې خبریالې اوپرا وینفري هم خپلو سپیو ته د کابو ۳۰ میلیون ډالرو پرېښودو هوډ‌ کړی دی.