د 'داعش ناوې' هدی مثنی پلار له سپینې ماڼۍ شکایت کړی

د هدی مثنی کورنۍ وايي، هغه په ۱۹۹۴ کال د امریکا نیوجرسي ایالت کې زیږېدلې ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د هدی مثنی کورنۍ وايي، هغه په ۱۹۹۴ کال د امریکا نیوجرسي ایالت کې زیږېدلې ده.

د هدی مثنی پلار د امریکا له دولته رسمي شکایت کړی چې ولې یې له سوریې نه د لور د بېرته ستنېدو مخه نیولې ده. هدی مثنی څلور کاله وړاندې له الاباما نه ترکیې او له داعش سره د یوځای کېدو په تکل سوریې ته ولاړه.

اوس هغه د سوریې شمال کې د کنډوالو کمپ کې بنده ده او امریکا ته د ستنېدو غوښتنه کوي.

د هدی مثنی پلار احمد علي مثنی د ډونلډ ټرمپ له ادارې په یوه شکایت کې د امریکا دا عمل "ناقانونه ګام" بللی چې د هغه له لور نه یې تابعیت اخیستی دی.

هدی مثنی چې په امریکايي رسنیو کې د "داعش ناوې" بللې کېږي، امریکا ته د ستنېدو غوښتنه کوي او د خپلو کړنو له کبله غواړي ځان محکمه کې سپین ثابت کړي.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، پخپله یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ته امر کړی چې هدی مثنی ته امریکا ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي.

په ورته وخت کې، تېره اونۍ ټرمپ پر اروپايي هېوادونو نیوکه وکړه او غوښتنه یې ترې وکړه چې خپل داعشي وګړي چې اوس سوریه کې دي، بېرته ونه مني.

هدی مثنی وايي، له داعش سره یې څلور کاله تېر کړي، درې ځلې یې مېړه کړی او اوس ۱۸ میاشتنی ماشوم لري چې د هغه د تابعیت برخلیک هم نامالوم دی.

په شکایت پاڼه کې راغلي: "هدی په ښکاره د خپلو کړنو مسؤولیت منلی او ګومان کوي چې پخپله یې خپل ژوند خراب کړی، خو اوس هڅه کوي د خپل بچي راتلونکی یې خراب نه شي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چارشنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې وویل: "هدی مثنی امریکایۍ نه ده. هغه امریکا ته د قانوني سفر اسناد نه لري. هغه نه امریکایی پاسپورټ لري او نه د امریکايي پاسپورټ درلودلو ته د غوښتنې حق او نه هم امریکا ته د ننوتلو وېزه. موږ خپلو هېوادوالو ته خبرداری ورکوو چې سوریې ته سفر ونه کړي".

تر دې بیانیې څو ګړۍ مخکې ډونلډ ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه امریکا ته د اغلې مثنی د ننوتلو د مخنیوي امر کړی و.

هدی مثنی له داعش سره تر یو ځای کېدو وروسته، څو ځلې پر خواله رسنیو د دغې سخت دریځې ډلې په ګټه تبلیغات کړي او ان لکه څرنګه چې رپوټ ورکړل شوی، د داعش په یوه تبلیغاتي وېډیو کې یې د امریکایانو د وژلو غوښتنه کړې ده.

خو هدی اوس له ای بي ایس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، پر خپلو کړنو سخته پښېمانه شوې ده او مني چې داعش یې ماغزه مینځلي وو او اوس حاضره ده چې د محاکمې لپاره امریکا ته ولاړه شي.

د هدی مثنی سربېره، شمیمه بېګم او له لوېدیځو هېوادونو ځینې نورې ښځې چې له داعش سره یوځای شوې وې، د "داعش ناوې" په نامه یادېږي.

د هدی مثنی د کورنۍ وکیل حسن شبلي وايي، هدی د امریکا باوري پاسپورټ او تابعیت لري.

د هدی مثنی وکیل حسن شبلي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د هدی مثنی وکیل حسن شبلي ټینګار کوي چې هدی امریکا ته د ستنېدو حق لري