کراچۍ کې د پنځو ماشومانو او یوې ښځې مرموزه مړینه

ماشومان د انځور حقوق Socil Media
Image caption د وژل شویو ماشومانو عمرونه یو نیم کال نه تر نهو کالو پورې ښودل شوي.

د کراچۍ صدر سیمه کې له کوټې نه راغلي پنځو ماشومان او د هغوی یوه ترور په مرموز ډول مړه شوي دي.

ځايي خبریال عرفان خټک وايي، دې کسانو د پنجشنبې په ماښام له یوه ځایي هوټله ځان لپاره ډوډۍ ور غوښتې وه، او د همدې ډوډۍ له خوړولو وروسته پنځه ماشومان مړه شوي، او ترور یې هم نن شنبه په روغتون کې ساه ورکړې.

د ماشومانو مور لا هم په روغتون کې ده او وضعیت یې ښه نه دی بلل شوی.

داسې باور کېږي چې دا کسان د زهرجنو وریژو له خوړولو وروسته مړه شوي دي، خو ځایي چارواکي وایي په دې اړه لا پلتنې روانې دي او وروستۍ پایله لا نه ده اعلان شوې.

د کرچۍ پولیسو مشر شرجیل کهول په مشرۍ یوه کمېټه څېړنه کوي او د ماشومانو د بدن نمونې اخیستو سربېره به، د هوټل خواړه هم وڅېړي.

د سیند ایالت لومړي وزیر مراد علي شاه د پېښې په اړه جزییات ترلاسه کړي اود پلټنو امر یې کړی دی.

د وژل شویو ماشومانو عمرونه یو نیم کال نه تر نهو کالو پورې ښودل شوي. ویل کېږي دوی زیارت په ماښام له کوټې نه کراچۍ ته ورغلي وو.

اوس د ماشومانو مړي بېرته خپل پلرني ټاټوبي خانوزيو ته لېږدول شوي او هلته یې جنازه هم ترسره شوې ده.

د انځور حقوق .
Image caption د مړو شویو کسانو جنازه پخپله پلرنۍ سیمه خانوزيي کې شوې او همالته خاورو ته سپارل شوي

له دې وړاندې هم په کراچۍ کې د هوټل د زهرجنو خوړو له کبله دوه ماشومان مړه شوي دي. له دې پېښې وروسته هم پولیسو د کراچۍ په صدر سیمه کې یو ځایي هوټل تړلی دی او د هغه ځای د خواړو نمونې یې د ازموینو لپاره استولې دي.

ویل کېږي چې دې کورنۍ له همدې هوټله خپل مېلمستون ته د ماښام ډوډۍ ور غوښتې وه.ڼ

ورته مطالب