هند: د زهرجنو شرابو څښلو له کبله ۹۹ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption له پېښې وروسته ګڼ کسان روغتون کې بستري شوي دي

هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله د دغه هېواد په شمال ختیځ کې لږ تر لږه ۹۹ کسان وژل شوي دي. دغه پېښه کې له ۱۰۰ ډېر نور کسان روغتون ته د درملنې ته لېږدول شوي دي. دې کې ګڼ شمېر هغه ښځې هم شاملې دي چې د اسام ایالت چایو په باغونو کې مزدوري کوي.

له دې مخکې د اترکنډ او اتر پردېش ایالتونو ځینې سیمو کې د جعلي شرابو څښلو له کبله نژدې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، داسې وېره شته چې د وژل شویو کسانو شمېر نور هم زیات شي، ځکه په روغتون کې د یو شمېر بستري شویو کسانو روغتيايي وضعیت ښه نه دی.

شراب که لږ وي یا ډېر، خو روغتيا ګواښي

د مار زړه، د چونګښو ښوروا او د موږک شراب؟

د اسام ګولاګهټ ضلعې منتظم دهرن هزازیکا فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، د پنجشنبې پر ورځ لومړی ځل اغېزمن کسان ووژل شول. وژل شويو کسانو په ځايي کروندو کې بزګري کوله.

د ګولاګټ ضلعې پولیس یو افسر پشکار سینګ وايي، یوازې د دوی په سیمه کې ۵۸ کسان وژل شوي دي. د یوې بلې سرچینې په وینا جورهټ سیمه کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله ۱۲ نور کسان وژل شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption جورهټ سیمه کې ۱۲ کسان د جعلي شرابو څښاک له کبله وژل شوي دي

هند کې د جعلي شرابو څښلو له کبله د خلکو مړینه معمول دی، ځکه په ځایي توګه دغه چمتو شوي شراب د کمې بیې له کبله په ځینو سیمو کې بېوزله کسان څښي.

چارواکي وايي د وروستۍ پېښې په تړاو یې د معلوماتو ټولولو لپاره یوه کمېسیون ته دنده سپارلې ده.

د اي ایف پي رپوټ له مخې د زهرجنو شرابو پلورلو په تور یو کس نیول شوی دی او د دوو ځايي چارواکو دندې د احتیاطي تدبیرونو نه کولو له کبله ځنډول شوې دي.