سعودي کې د چینايي ژبې زدکړه که ملنډې

امحمد بن سلمان له چینایانو سره بیجینګ ته د سعودي ښوونکو د استولو هوکړه کړې چې چینايي ژبه زدکړي. د انځور حقوق BANDAR ALGALOUD HANDOUT
Image caption محمد بن سلمان له چینایانو سره بیجینګ ته د سعودي ښوونکو د استولو هوکړه کړې چې چینايي ژبه زدکړي.

"ګرانه ژبه ده،‌ څنګه به یې زدکوم؟"، "د راتلونکي ژبه". دا د هغو زرګونو تبصرو اصلي ټکي دي چې د سعودي په تعلیمي نصاب کې د چینايي ژبې شاملولو په غبرګون کې لیکل شوي.

د "واس" رسمي خبري اژانس پر بنسټ، د روزنې وزارت "په ټولو تعلیمي پړاوونو کې د چینايي ژبې د زدکړې شاملولو هوډ کړی".‌

دا پرېکړه چین ته د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان تر سفر وروسته وشوه چې په لړ کې یې له عربستان نه چین ته د چینايي ژبې د زدکړې لپاره د ښوونکو د استولو یوه هوکړه هم لاسلیک کړه.‌

پوښتنې او ملنډې

په خلیج کې پر خواله رسنیو دې خبر د کارنو لپاره یوه ګرمه موضوع شوه.

ځینې دغه ګام ته هرکلی ووایه او د چینایي ژبې زدکړه یې یو مثبت ګام بللی،‌ نورو بیا د سعودي محصل په مخ کې د نوي نصاب لپاره یوه ښه پیلامه وګڼله، او نورو بیا دا ګام له راتلونکې سره د ځان عیارولو په مانا اخیستی.

خبریال سلمان الدوسري لیکلي: "په تعلیمي نصاب کې د چینايي ژبې شاملول پر نړیوال اقتصاد د راتلونکي ښامار له ولکې څخه د ګټې اخیستو یو ګام دی. زموږ پر وړاندې دوه غوراوي دي: د ښامار له واک وروسته زموږ ناوخته رسېدل او یا راتلونکې ته تر وخت مخکې هرکلی ویل. د راتلونکو نسلونو راتلونکی په زړو وسیلو نه شي چورلېدای."

خو ټویټر کارن نایف د دغې پرېکړې د سیاسي اړخ په اړه ویلي: "د چینايي ژبې د زدکړې دوې موخې دي: لومړۍ سیاسي، امریکا ته دا پیغام چې سعودي له لوېدیځ سره خپلو اړیکو ساتلو سره ختیځ ته مخه کوي... خو په ورته وخت کې به سعودي له لوېدیځ ورو - ورو مخ اړوي. دویمه دا چې چین به په اقتصادي توګه نړۍ فتحه کړي او چینایان د انګلیسي ژبې له زدکولو ډډه کوي."

خو ځینو بیا په سعودي ښوونځیو کې د چینايي ژبې د زدکړې پرېکړه ښه نه ده بللې. دوی وايي د دې پر ځای چې عربي ژبه په نورو ولسونو کې دود کړل شي، پر موږ بله ژبه تپل کېږي.

په وروستیو کې نا چینایانو د چینايي ژبې زدکړې ته ډېره مخه کړې ده،‌ په تېره بیا له هغه راهیسې چې چین د یوه اقتصادي ځواک په توګه په نړۍ کې مطرح شوی دی.

د انځور حقوق Twitter
Image caption په خلیج کې پر خواله رسنیو دې خبر د کارنو لپاره یوه ګرمه موضوع شوه.

له ۲۰۰۷ کال راهیسې په امریکا کې د چینايي ژبې زدکړې ته ډېر هرکلی ویل کېږي، چې د امریکا په ۳۰ ایالتونو کې تر ۳۰۰ ډېرو ښوونځیو د چینايي‌ ژبې زدکول پیل کړي دي.

له اسپانوي، جرمني او انګلیسي ژبو وروسته، چینايي ژبه په څلورم کتار کې راځي چې د زدکولو ډېر مینه وال یې پیدا شوي دي.

ورته مطالب