د ټرمپ او کېم جونګ اون اړیکي، پخوا او اوس

د ټرمپ او کېم جونګ اون اړیکي، پخوا او اوس

د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون زغروال ټرېین وییتنام ته روان دی. دی به هلته له امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره ګوري. دا غونډه د فبرورۍ پر ۲۷ او ۲۸ مه د ویتنام په پلازمېنه هانوی کې ده.

د دوی لومړۍ غونډه تېر جون میاشت په سینګاپور کې وشوه. هماغه وخت امریکايي ولسمشر وويل بیخي پر کېم جوونګ اوون مین شوی و. خو په دې ویډیو کې به هغه وخت در په زړه کړو چې کېم د ډانلډ ټرمپ هغومره ښه نه اېسېد.