ورځپاڼې: افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې د ختمېدو هیلې

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي د پاکستان او هند ترمنځ ترینګلتیا تر خطرناکې کچې ډېره شوې او د هندوستان لومړي وزیر خپل پوځ ته خلاص مټ ورکړی چې د کشمیر په پلوامه کې د برید په غبرګون کې لازم اقدامات وکړي.

ورځپاڼه لیکي، هند ویلي پاکستان به ګوښه او اقتصاد به یې زیانمن کړي، خو دې حالت داسې یو کړکېچ رامنځ ته کړی چې پایلې یې دواړو هېوادونو ته ښې نه دي خو آیا دواړه هېوادونه کولای شي چې له دې حالته ځان وباسي؟

ډاڼ لیکي په افغانستان کې وروستیو پراختیاوو سره په دې برخه کې هیلې ټوکېدلي چې دا هېواد به له څلورو لسیزو جګړو نه بالاخره راووځي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي پاکستان غواړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات وي ځکه چې یو باثباته افغانستان کولای شي چې په سیمه کې په سوداګریزه راکړه ورکړه کې رغنده رول ولوبوي خو که د پاکستان او هند ترمنځ ترینګلتیا وي نو بیا ناشونې ده چې داسې دې وشي، ځکه نو د دواړو هېوادونو د مشرتابه، پوهانو او نظر د څښتنانو مسؤولیت دی چې په عاجله توګه د رامنځ ته شوې ترینګلتیا د کمولو په خاطر لاس په کار شي.

د کاناډا 'فري پریس' په نامه انټرنېټي ورځپاڼې په افغانستان کې د لګول شویو میلیاردونو ډالرو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي دافغانستان بېلا بېلو برخو کې که هغه بیا رغونه ده، که د سړکونو جوړول او یا هم د ښوونځیو جوړول، ډېرې پيسې ولګول شوې، خو په داسې کیفیت جوړ شول چې یا له څه مودې وروسته ویجاړ شول او یا هم په نیمه کې پرېښودل شول.

ورځپاڼه په دې لړ کې د افغان پوځ یونیفورم ته په اشاره لیکي، امریکا د افغان پوځ پر یونیفورم ۲۸ میلیونه ډالر ولګول، خو په هغې طرحې چې جوړ شوی ګټور نه دی.

ورځپاڼه د یوه کارپوه له قوله لیکي، د افغان پوځ یونیفورم داسې طرحه شوی چې په ځنګلونو کې باید ترې کار واخیستل شي، په داسې حال چې د افغانستان دوه سلنه خاوره کې ځنګلونه دي.

ورځپاڼه د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي ادارې سیګار د یوه چارواکي له قوله لیکي، امریکا په پنځه سوه میلیونه ډالرو افغان پوځ ته دویم لاس ترانسپورتې الوتکې واخیستې خو دا چې دغه الوتکې د کارولو وړ نه وې په ۳۲ زرو ډالرو یې په کباړ کې خرڅې کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزادګۍ ریما، چې پلار یې وړاندې واشنګټن کې له ۱۹۸۳ تر ۲۰۰۵ پورې د سعودي سفیر پاتې شوی، لومړنۍ ښځه ده چې دا منصب ورکول کېږي.

هندۍ ورځپاڼه 'دې هېندو' په واشنګټن کې د سعودي د سفیرې په هکله په یو مطلب کې لیکي، په امریکا کې د سعودي د پخواني سفیر بندر بن سلطان سعود لور ریما بنت بندر د امریکا او سعودي د اړیکو د ښه کولو له ننګونې سره مخامخه ده ځکه چې د جمال خاشقجي تر وژل کېدو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنې شوي دي.

ورځپاڼه لیکي ریما د پاچا سلمان د زوی شهزاده خالد بن سلمان پرځای د سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.

'دې هېندو' لیکي، خالد بن سلمان چې یو پخوانی پیلوټ دی د اکتوبر په دویمه نېټه د سعودي خبریال جمال خاشقجي تر ورکېدو وروسته ټینګار کاوه چې هغه په استانبول کې د سعودي له کونسلګرۍ وتلی و.

ورته مطالب