د میاشتني عادت په اړه فلم اسکر جایزه وګټله
په فلم کې د کلیوالو هندي ښځو کیسه شوې ده
د هند په کلیوالو سیمو کې د ښځو د میاشتني عادت په اړه جوړ شوي یو فلم د غوره مستند فلم اسکر جایزه وګټله. په دې فلم کې د یو شمېر هغو نجونو کیسه انځور شوې ده چې پلازمېنې نوي ډيلي ته نژدې په یوه کوچني کلي کې اوسېږي.
د "Period: End of Sentence" په نامه دا مستند فلم د همدې کلي په فارمونو او کروندو کې جوړ شوی دی.
په هندۍ ټولنه کې د ښځو میاشتنی عادت یوه تابو موضوع ده او ځینې وخت په دې موده کې ښځې ان ناپاکې ګڼل کېږي.
ځینو ښځو ته د میاشتني عادت په ورځو کې اجازه نه ورکول کېږي چې عبادت ځایونو ته ولاړې شي، او یا له کورنۍ او ټولنې سره عادي ناسته ولاړه وکړي.
دا فلم پلازمېڼې نوي ډيلي ته نژدې یوه کلي کې جوړ شوی دی
په دې فلم کې د انځور شوي کلي ښځو هم د میاشتنې عادت په اړه ډېر مالومات نه درلودل، خو وضعیت هله بدل شو چې یوې خیریه ټولنې هلته د میاشتني عادت د پډونو جوړولو فابریکه پرانیستله.
په فلم کې د سنېح په نامه د یوې نجلۍ کیسه څارل شوې ده. د ډېریو نورو هندي نجونو په څېر سنېح هم د میاشتني عادت په اړه څه نه وو اورېدلي، تر هغې چې خپله ورسره مخ شوه.
سنېح ته وړاندیز کېږي چې د میاشتني عادت د پډونو جوړولو په فابریکه کې دنده پيل کړي.
سنېح وایي، دا خبره یې خپلې مور سره شریکه کړه. هغې ورته وویل چې له پلاره اجازه واخلي.
په دې فابریکه کې اوس ۷ ښځې کار کوي
سنېح بي بي سي ته وویل، شرمېدم چې څرنګه به مې پلار ته وایم چې د پډونو جوړولو فابریکه کې کار کول غواړم.
نوموړې پلار ته پلمه وکړه چې په دې فابریکه کې د ماشومانو پمپر جوړېږي.
دوه میاشتې وروسته یې پلار ورباندې پوه شو چې دې فابریکه کې څه جوړېږي، خو کوم مخالفت یې ونکړ او ویې ویل، کار کار وي.
اوس په دې فابریکه کې ۷ ښځې کار کوي چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۱ کلونو ترمنځ دي.
دوی په اونۍ کې شپږ ورځې، د سهار له ۹ بجو د مازدیګر تر ۵ بجو کار کوي او د میاشتې دوه نیم زره هندۍ روپۍ معاش ورکول کېږي.
په دې فابریکه کې د ورځې ۶۰۰ د میاشتني عادت پډونه جوړېږي او د "فلای" په نامه په بازار کې خرڅېږي.