د تېرې اوونۍ خبرونو تر ټولو غوره عکسونه
تېره اوونۍ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خبرونو کې تر ټولو غوره عکسونه.
د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې په تیزۍ خپرېدونکي اور د چاوک بازار تاریخي سیمه کې لږ ترلږه ۷۸ کسان ووژل.
د عکس سرچینه، @davidgaiz/davidgaiz.com/via REUTERS
د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د یوسیمايت ملي پارک کې د هورسټېل اوبو فواره د لمر په ژړه رڼا کې د اور په شان ښکاري.
امریکايۍ سندرغاړې پنک برتانیا کې د برت جایزې مراسمو کې د تر ټولو ښې بسپنه ورکوونکې جایزه ترلاسه کړه او نوې سندره یې پکې وویله.
د اردن پلازمېنه عمان کې خلکو په هغه لاریون کې برخه واخیسته چې د لا ډېرو کاري فرصتونو غوښتنه پکې وشوه.
د لندن ګرېنچ کې د څوارلسې سپوږمۍ له مخې سیلانیان په کېبلي ګاډو کې تېرېږي.
د نړۍ یوله تر ټولو لویو کشبانو څخه دا یو ګالاپاګوس جزیره کې موندل شوی.
د چین لانترن جشن کې خلک د اور ښامار نڅا ترسره کوي.
د عکسونو د نشرحق د هغو کسانو دی چې نومونه یې ورسره لیکل شوي.