برتانیا د لبنان پر حزب الله ډلې بندیزونه لګوي

د لبنان پلازمېنه بیروت کې د حزب الله پلویان ددغې ډلې بیرغ لېږدوي د انځور حقوق AFP
Image caption د لبنان له ۳۰ ولایتونو ۳ یې له حزب الله سره دي.

د برتانیا حکومت پرېکړه کړې چې د لبنان حزب الله ډلې پر ټولو پوځي او سیاسي څانګو بندیزونه ولګوي. د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوېد ویلي، دا ډله په منځني ختیځ کې بې ثباتي رامنځته کوي. د حکومت دا پرېکړه به د برتانیا د پارلمان له موافقې وروسته عملي کېږي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، د حزب الله پر ډلې یې ځکه د بشپړو بندیزونو لګولو پرېکړه کړې ده چې نور د دې ډلې د سیاسي او پوځي فعالیتونو ترمنځ توپیر ګران شوی دی.

د برتانیا د پارلمان له تصویب وروسته به حزب الله رسماً په ترهګرو ډلو کې حساب شي. ‌

په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸ کلونو کې هم لندن د حزب الله ډلې د بهرني امنیت او پر پوځي څانګې بندیزونه لګولي وو خو اوس یې سیاسي څانګه هم ور زیاته کړه.‌

د بریتانیا د محافظه کارانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوېد وویل:‌ "حزب الله په منځني ختیځ ‌کې د ټیکاو څپ څپانده کولو ته لمن وهي، موږ ته یې د بندې شوې پوځي څانګې او سیاسي څانګې ترمنځ کوم توپیر نه شته."

دی زیاتوي "له دې کبله،‌ پر ټوله حزب الله ډله بندیز ولګول شو."

د امریکا متحدو ایالتونو هم حزب الله یو ترهګر ګوند بللی و او واشنګټن تېره اونۍ اندېښنه ښودلې وه چې ګني دغه ډله د لبنان په حکومت کې خپل نفوذ ډېروي.

د انځور حقوق PA
Image caption ساجد جاوېد وویل:‌ "حزب الله په منځني ختیځ ‌کې د ټیکاو څپ څپانده کولو ته لمن وهي، موږ ته یې د بندې شوې پوځي څانګې او سیاسي څانګې ترمنځ کوم توپیر نه شته."

بل خوا،‌ د لبنان پارلمان کې د حزب الله ډلې اړوندو وکیلانو د امریکا دا پرېکړه "له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړاوی" بللی.

حزب الله ډله د ایران له ملاتړ برخمنه ده چې زرګونه جنګیالي یې سوریې ته د سني پاڅونوالو او "اسلامي دولت" نومې ډلې پر ضد د بشار الاسد ملاتړو ځواکونو د ملاتړ لپاره استولي.

کله چې د بریتانیا پارلمان پر دغې ډلې د بندیز پرېکړه تایید کړه،‌ که هر چا چې له دې ډلې سره مرسته یا یې ملاتړ وکړ،‌ نو تر لسو کلونو پورې بندي کېداي شي.

د بریتانیا حکومت وايي، حزب الله ډله د وسلو زېرمې لري او د بشارالاسد په ملاتړ سره یې د سوریې د جګړې اوږدولو ته لار هواره کړې ده چې په وینا یې "یو وحشي نظام خپل ولس تر ستوني نیولی دی."

تر اوسه حزب الله د بریتانیا پر دغې پرېکړې غبرګون نه دی ښودلی، خو د دغې ډلې سر سخته دښمن اسراییل له جاوېد مننه کړې ده او نور اروپايي هېوادونه یې هم د بریتانیا پر دغه ګام تللو ته بللي.

د اسراییلو هوايي ځواکونو په سوریه کې پر ځینو هدفونو سلګونه بمبارۍ کې چې تل ابیب وايي هدف یې د حزب الله ډله او ایران دی.‌

د لبنان له ۳۰ ولایتونو ۳ یې له حزب الله سره دي.

حزب الله

حزب الله یو سیاسي، پوځي او ټولنیز سازمان دی، چې د لبنان پارلمان او د حکومت په کابینه کې پراخ او قوي نفوذ لري.

که څه هم په لبنان کې نورې شیعه ډلې هم شته، خو د ۲۰۰۰ کال په مې کې د لبنان له جنوب نه د اسرائیلي ځواکونو تر وتلو وروسته په تېرې نژدې یوه نیمې لسیزې کې حزب الله په سیمه کې یوه قوي ډله وګرځېده.

دغې ډلې هغه مهال ځان سوچه عربي باله، چې پر اسرائیلو یې په جګړه کې بریا ومونده.

د ۲۰۰۶ کال د جولای پر ۱۲مه، حزب الله له اسرائیلو سره په جګړه کې له یوې لویې آزموینې سره مخامخ شو.

جګړه پر پوله د دوو اسرائیلي پوځيانو د تښتولو او د یوه بل د وژلو له پېښو وروسته پیل شوه.

حزب الله په ۱۹۸۲ کال د ایران په مالي ملاتړ د یوې وسله والې ډلې په توګه راڅرګند شو، چې ظاهراً یې د اسرائیلو پروړاندې په پوځي ډګر کې مهم رول ولوباوه، په پای کې ددغې ډلې پښې پلازمېنې بیروت ته هم ورسېدې.

خو د دغه ګوند فکري جوړښت پر محمد حسین فضل الله پورې تړاو لري، چې د لبنان په جنوب کې یې دیني فعالیتونه کول.

په ۱۹۷۹ کال په ایران کې د اسلامي انقلاب بریا هم په دغه ګوند ډېر اغېز وکړ.

د ګوند جوړښت او عقیده

ددغه ګوند ډېری غړي شیعه ګان دي چې د عقیدې له پلوه د 'ولایت فقیه' پر مذهب پورې نښتي. حزب الله له سیاسي او عقیدوي اړخونو له ایران سره قوي تړاو لري.

خو دغه ګوند ظاهراً د لبنان د یووالي شعارونه ورکوي، مشر یې حسن نصر الله تر ډېره په ځینو مسلو کې ویلي، چې حزب الله د شیعه ګانو او سُنیانو د ګټو ددفاع لپاره مبارزه کوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption تر اوسه حزب الله د بریتانیا پر دغې پرېکړې غبرګون نه دی ښودلی

ورته مطالب