بندي ته ۲۱ میلیون ډالر جرمانه ور کول

د انځور حقوق Reuters

د کلیفورنیا یو وګړی د داسې جرم په تور ۳۸ کاله بند تېر کړ چې کړی یې نه و، خو د خپلې بې ګناهۍ ثابتولو سره اوس ۲۱ میلیون ډالر ناغه ور کول شوه.

کرګ کولي پر ۱۹۷۸ کال د خپلې مېرمنې او زوی د وژلو په تور بندي شو، خو د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې ډي اېن اې ازموینو د هغه بې ګناهي ثابته کړه.

ویل کېږي دغه ۷۱ کلن سړي د کلیفورنیا په تاریخ کې تر ټولو اوږد بند تېر کړی.

نوموړی د دې بند بدل کې ۲۱ میلیون ډالر د کلیفورنیا سیمي ولي ښار کې له محکمې بهر تړون له مخې واخیستل.

د سیمي ولي د ښاري چارو مدیر اریک لویت وايي: "بند که هر څومره پیسې کولي ته ور کړل شي، د هغه څه ځواب نه وايي، چې دته پېښ شوي، خو داسې احساسوو چې دا کار د هغه او ټولنې لپاره ښه دی. د محکمې لګښت ښايي تر اسمان رسېدلی و او سم نه و، ځکه مو دلته کار خلاص کړ بند."

بېلګه بندي

ښاغلی کولي د ویتنام جګړې سرتېری دی، د خپلې ۲۴ کلنې مېرمنې رونا ویچټ او څلور کلن زوری ډونلډ د مرګ په تور بندي شوی و.

مېرمن ویچټ زندنۍ شوې وه او مړی یې اپارتمان کې وموندل شو، له زوی سره یې هم دا کار شوی و.

پولیس هغه مهال پر ښاغلي کولي شکمن شول چې یوه ګاونډي یې وویل، کور کې یې له شور وروسته دی او پیکپ ولیدل.

د محکمې له دوو ناستو وروسته هغه په بې بښنې عمري بند محکوم شو، هغه هم په داسې مهال چې هیڅ جرمي مخینه یې نه لرله.

وروسته دې دوسیه کې نورې خبرې پیدا شوې او نږدې څلور لسیزې وروسته د ایالت والي جري براون ښاغلی کولي وباښه او بېلګه بندي یې وباله.

ګرګ کولي وروسته لاس انجلس ټایمز ته وویل: "هېڅ نشم ویلی، بس دومره چې ډېر دردوونکی و. پر خپل زوی او مېرمن مین وم، خو څلور لسیزې مې د دوی په ویر ونه ژړل."

د ښاغلي کولي ازادي د څارنوال مایک بندر په هڅو شونې شوه، هغه اول ځل پر ۱۹۸۹ کال دې دوسیې ته په شک وکتل.

ښاغلي بندر رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "هغه یوازې ژوند کول غوښتل او داسې سړی نشته چې د ده ځای ونیسي".

پولیسو لا هم د پېښې اصلي وژونکی نه دی پیدا کړی.