قریشي: د هند برید به د افغان سولې خبرې اغېزمنې کړي

قریشي د انځور حقوق Qureshi Facebook
Image caption شاه محمود قریشي ویلي، هند په دې برید سره د سویلي اسیا سولې او ثبات ته ګواښ پېښ کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سه شنبه ماښام خپل امریکایي سیال مایک پومپیو ته پر تیلیفون ویلي، د پاکستان پر خاوره د هندي الوتکو د سه شنبې ورځې برید به په افغانستان کې د سولې په تړاو د طالبانو او امریکایانو روانې خبرې اغېزمنې کړي.

ښاغلي قریشي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې د سه شنبې سهار د هندي الوتکو د برید په اړه یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره تیلیفوني خبرې وکړې او له هغه سره یې د پاکستان د پارلمان، حکومت او ولس نظر شریک کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ د پاکستان له حکومته مننه کړې وه چې د طالبانو مهم مشر ملا عبدالغني برادر ته یې د سولې خبرو کې د ګډون لپاره د سفر زمینه برابره کړه.

ملا برادر درې ورځې وړاندې له اسلام اباده په یوه ځانګړې الوتکه کې دوحې ته ولاړ او اوس هلته له امریکایي پلاوي سره د سولې په خبرو کې ګډون کوي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption شاه محمود قریشي خپل امریکایي سیال مایک پومپیو سره د هند د برید په اړه خبرې کړې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د هند حکومت د خپلو سیاسي ګټو لپاره پر پاکستانۍ خاوره کړی دی او په دې برید سره د ټولې سویلي اسیا سولې او ثبات ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

تر اوسه څرګنده نه د چې امریکایي لوري د ښاغلي قریشي په ځواب کې څه ویلي، خو داسې ښکاري چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سه شنبه ماښام د نړۍ له ګڼ شمېر مشرانو او چارواکو سره د هند د هوایي بریدونو په اړه غږېدلی.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله هم ورته څرګندونې کړې وې.

ښاغلي نصرالله یوې خبري غونډې ته ویلي وو، که هند د پاکستان پر ضد پوځي ګام پورته کړي نو له دې سره به په افغانستان کې د سولې روانې خبرې اغېزمنې شي.

د انځور حقوق Facebook
Image caption کابل کې د پاکستان سفیر ویلي وو، که هند پر پاکستان برید کوي نو د افغان سولې پروسه به زیانمنه شي

افغان حکومت د پاکستاني سفیر دا څرګندونې غندلې وې او هغه یې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته ور احضار کړی و او رسمي احتجاج لیک یې ور سپارلی و.

بل لور ته د اسلامي هېوادونو نړیوال سازمان د پاکستان پر خاوره د هند هوایي بریدونه غندلي، او پر دواړو هېوادونو یې غږ کړی چې له زغمه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده راتلونکې اونۍ د دې سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په متحده عربي اماراتو کې سره راټول شي.

په دې ناسته کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو د سه شنبې له برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبریالانو ته وویل، اوس وضعیت بدل شوی دی.

نوموړي زاته کړه چې د اسلامي هېوادونو د سازمان په ناسته کې د هند د بهرنیو چارو د وزیرې د ګډون په اړه یې خپله اندېنښنه له اماراتي چارواکو سره شریکه کړې ده.

ورته مطالب