عمران خان: نیول شوی هندی پیلوټ سبا هند ته سپارو

ر د انځور حقوق PID

د پاکستان پارلمان ته د وینا پر مهال د دغه هېواد لومړي وزیر عمران وویل چې دوی د 'ښه نیت ' له مخې نیول شوی هندی پیلوټ سبا د جمعې هند ته سپاري.

له دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، د وروستي تاو تریخوالي کمولو لپاره چمتو دي هغه هندی پیلوټ هند ته وسپاري چې د چارشنبې پر ورځ پاکستان نیولی و.

پاکستان تېره ورځ وویل دوې هندۍ الوتکې یې غورځولې دي او وروسته یې د یوه نیول شوي پیلوټ ویډیويي کلیپ خپور کړ.

کلیپ کې دغه پیلوټ داسې حال کې لیدل کېږي چې سترګې یې تړلې دي او مخ یې په وینو لړلی دی.

هندي چارواکو د دغه ویډیويي کلیپ خپرېدنه وغندله او دا یې 'نندارې ته د یوه ټپي کس وړاندې کولو ناوړه عمل ' وباله. هند د دغه پیلوټ سملاسي خوشي کولو غوښتنه وکړه.

د پنجشنبې پر ورځ لومړي وزیر عمران خان پارلمان ته وینا کې وویل:

''موږ د اړیکو ښه کولو هڅه کوله. موږ له بریده خبر شوو، خو د زیان کچه راته معلومه نه وه او موږ د یوه مسوول هېواد د چارواکو په حیث پرېکړه وکړه چې انتظار وکړو، که څه هم موږ پوهېدو چې د خلکو له لوري به فشار وي. موږ هڅه کوو روان تاوتریخوالی لږ شي. دوی باید پوه شي چې ایا کولای شي د ظلم له لارې کشمیر کابو کې وساتي؟ ''

بل لور ته د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې ځايي چارواکو افغان کډوالو ته ویلي چې د راتلونکو لسو ورځو لپاره باید له خپلو کمپونو بهر ته و نه وځي.

له دې مخکې پاکستان له هند سره د زیاتېدونکي کړکېچ او د چارشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ له هوایي ټکر وروسته

تر واک لاندې کشمیر ځینې سیمو کې تېره شپه مانورې کړې. دا مانورې د هند د ممکنه هوايي برید د غبرګون لپاره شوې دي.

د انځور حقوق PM Pakistan
Image caption عمران خان د پاکستان پارلمان ته وینا کې ویلي هندی پیلوت به سبا د جمعې په ورځ خوشی او هند ته وسپارل شي.

خبریال اصف فاروقي وايي، چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ځینې ښارونو کې برېښنا پرچاو شوې وه او د کراچۍ چاوڼۍ سیمه کې هم امنیتي ادارو خلکو ته ویلي و چې د شپې کورونو او سوداګریزو سیمو کې څراغونه ونه لګوي.

د دې مانورو په هکله خلکو ته وار مخکې خبرداری نه و ور کړل شوی او له همدې امله د شپې خلکو کې وېره پیدا شوې وه.

د چارشنبې په ورځ پاکستان د هند د دوو الوتکو د غورځولو او د دوو پیلوټانو د نیولو خبره وکړه. خو وروسته یې وویل، چې یو پیلوټ یې نیولی دی.

له بلې خوا هند وايي، یوه یې خپله او یوه هم د پاکستان الوتکه غورځېدلې ده.

د مودي او پوځي مشرانو ناسته

د انځور حقوق AFP
Image caption د هند او پاکستان د ډزو له امله له سیمې د خلکو کوچېدل

په ورته مهال د هند لومړي وزیر نرېندر مودي خپل استوګنځي کې د وسلوالو ځواکونو له مشرانو سره لیدلي.

هندۍ رسنۍ وايي، دا ۲۴ ګړیو کې د هند د لومړي وزیر او پوځي مشرانو ترمنځ دویمه لیدنه ده، چې یوه ګړۍ او شل مینټه اوږده شوه.

د دوی لومړۍ لیدنه له هغه وروسته وه چې د هند پوځ وویل، د پښتونخوا بالاکوټ کې یې د جیش محمد روزنیز مرکز بمبار کړی دی.

له بلې خوا د هند ۲۱ اپوزیسیون ګوندونو په ګډ بیان کې حکومت تورن کړی چې د هند پوځ قربانۍ د خپل سیاست لپاره کاروي.

د چارشنبې په ورځ دوی یوه ناسته کې د هند پر امنیتي حالت اندېښنه وښوده او له حکومت یې وغوښتل چې ټولې هغه مسلې ور سره شریکې کړي چې د هند ځمکنۍ بشپړتیا او ملي غرور اغېزمنوي.

عمران خان: که خبره خرابه شي بیا نه زما او نه د مودي لاس کې ده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران خان له هند غوښتي چې له عقل او سوچ کار واخلي.

خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له هند سره ترینګلي پوځي وضعیت په ترڅ کې پاکستاني ولس ته په خپله لومړۍ وینا کې ویلي، هند او پاکستان ته پکار ده چې له عقل او حکمت نه کار واخلي، ځکه جګړه د هېڅ یوه هېواد په ګټه هم نه ده او پاکستان هم جنګ نه غواړي.

د نوموړي په خبره، که دواړه لوري سره ښکېل شوي، بیا یې نه مودي او نه هم خپله د کنټرولولو وس لري.

لومړي وزیر په خپله وینا کې وویل، په کشمیر کې پر هندي پوځیانو تر خونړي برید وروسته پاکستان هند سره په پلټنو کې د هر ډول همکارۍ وړاندیز کړی و.

خو عمران خان زیاته کړه چې د پاکستان د همکارۍ له وړاندیز سره سره ده وېره درلوده چې هند به بیا هم پر پوځي عمل لاس پورې کوي.

عمران خان تور پورې کړ چې سږ کال په هند کې د ټاکنو کال دی او دی پوهېده چې د هند حکومت به سیاسي ګټو لپاره د کشمیر له برید وروسته پوځي ګام اخلي.

تاوریخوالی څنګه پیل شو؟

د انځور حقوق ISPR
Image caption هند د خپل پیلوت سره د پاکستان چلن او د ویډیوو خپرول د جنیوا کنوانسیون ښکاره خلاف ورزي بللې ده.

د هند او پاکستان ترمنځ تازه تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې تېره سې شنبه هند د پښتونخوا په بالاکوټ کې د جیش محمد پر مرکز بمبار وکړ.

جیش محمد د پرورۍ پر ۱۴ د کشمیر سرینګر کې د هغه موټر بم برید مسوولیت منلی چې ۴۶ هندي پوځیان پکې ووژل شول.

د جیش محمد پر مرکز له برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ پر کنټرول کرښه هم تاوتریخوالی روان دی او دواړه لوري پر یو بل ډزې کوي او تورونه لګوي.

چارواکي وايي، هندي ځواکونه د بمبر مختلفو سیمو کې ډزې کوي او پاکستانی پوځ یې هم ځواب ور کوي.

ځايي چارواکي ډا هم وايي، چې شېرخان دره کې د هندي ځواکونو په ډزو یو کس وژل شوی دی.

د تاوتریخوالي له امله د کنټرول کرښې سره نږدې استوګنو خپل کورونه پرېښودلي او امن سیمو ته کوچېدلی.

ورته مطالب