مایکل کوهن: ټرمپ رانه وغوښتل چې درواغ ووایم

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د ولسمشر پخواني وکیل مایکل کوهن کانګرېس ته وویل، چې د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د هېلري کلېنټن د برېښنالیکونو له هېک کېدو ټرمپ خبر و.

هغه دا هم وویل، چې ټرمپ ورته وویل، کانګرېس او پلټونکو ته درواغ ووایي.

د ډونلډ ټرمپ دغه وکیل د چارشنبې په ورځ د کانګرېس استازو ته خبرو کې د داسې بانکي چک د کاپي لرلو ادعا وکړه چې ښاغلي ټرمپ د پورن فلمونو د لوبغاړې سټارمي ډانیل د خولې چوپولو لپاره ده ته لاسلیک کړی و.

* سټارمي له ټرمپ سره "جنسي اړیکه" نوره هم ډاګیزه کړه

* د ډانیلز او ډونلډ ټرمپ د مینې کیسه کوم لور ته ځي؟

مایکل کوهن تېر ډيسمبر کې له دې امله په درې کاله بند محکوم شو، چې سټارمي ډانیل ته د خولې چوپولو لپاره یې د ښاغلي ټرمپ ټاکنیزو هڅو کې مالي سرغړونه کړې، له مالیې یې تېښته کړې او کانګرېس ته یې درواغ ویلي.

ښاغلي کوهن دې ناسته کې له ډونلډ ټرمپ سره په خپله همکارۍ او مرسته پښېماني وښوده.

هغه دا هم وویل، چې د ډونلد ټرمپ د ناروا چارو د پټولو له امله شرمېږي.

د ډونلډ ټرمپ غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۵ زرو ډالرو هغه بانکي چک چې کوهن وايي ټرمپ د سټارمي د چوپولو لپاره ورته لاسلیک کړی دی.

خو ښاغلي ټرمپ چې دا مهال ویتنام کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره ګوري په یوه ټوېټ کې پر مایکل کوهن سخته نیوکه کړې او هغه یې د خپل بند د کمولو لپاره په درواغو تورن کړی دی.

نوموړي دا هم ویلي چې ښاغلي کوهن "د درواغو او سرغړونې" له امله د خپل وکالت اجازه لیک له لاسه ور کړ او داسې "بد کارونه" یې کړي چې له ډونلد ټرمپ سره هیڅ تړاو نه لري.

په ورته مهال سپینې ماڼۍ هم کانګرېس کې د ښاغلي کوهن خبرې بې ارزښته بللې او پوښتنه یې کړې چې کانګرېس ولې د یوه درواغجن خبرو ته غوږ نیسي:

"هغه هم داسې سړی چې د محکمې د حکم او د نیویارک د څارنوالانو په نظر د خپلو شخصي ګټو لپاره یې بیا بیا او ډېر درواغ ویلي دي".

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا رسنیو د کوهن خبرې ژوندۍ خپرولې او ډېرو خلکو یې ننداره کوله.

په کانګرېس کې جمهوریپالو هم ورته پوښتنه وکړې او هڅه یې کوله چې کوهن ته د درواغجن په ویلو سره پر ډیموکراټانو نیوکه وکړي چې د مشرانو جرګې اکثریت لري.

ښاغلي کوهن ځواب کې وویل، خپل جرم مني او ټاکلې ده بله میاشت د درې کلونو لپاره بند ته لاړ شي، خو غواړي د امریکا ولس د ډونلډ ټرمپ له هغه حقیقت خبر کړي چې دی یې لس کاله وکیل و.